اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان فټ بال فېډرېشن دیامر بھاشا او مومند بندونو لپاره 12 لكه روپۍ عطيه وركړې ده ۔ د سپريم كورټ آف پاكستان لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې د پاكستان فټ بال فېډرېشن نائب صدر د سردار نوید حېدر په مشرۍ كښې پلاوي د پاكستان ستر قاضي جسټس ثاقب نثار سره ليدلي دي ۔ پلاوي په دې موقع ووئيل د پاكستان فټبال لوبډلې بنګله دېش كښې ساٶته ايشين فټ بال فېډرېشن كپ 2018 كښې انعام ګټلې او فېډرېشن د انعام روپۍ د بندونو په فنډ كښې عطيه كول غواړي۔ په دې موقع د پلاوي مشر د 12 لكه روپو چيك ستر قاضي جسټس ثاقب نثار له وركړو۔ په دې موقع چيف جسټس ثاقب نثار د فېډرېشن د جذبې ستائنه وكړه