د نېب چيرمېن جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ كښې د نېب اېګزېكټو بورډ غونډه

image
APP03-01 ISLAMABAD: August 01 – NAB Chairman Justice (Retd) Javed Iqbal chairing a meeting at NAB office. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) د قومي احتساب بېورو (نېب) اېګزېكټو بورډ د اختياراتو په ناجائزه ډول كارولو د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني٬ د آئي ټي پخواني سېكتر فاروق اعوان او نورو په ضد د بدعنوانۍ رېفرنس دائر كولو منظوري وركړه۔ د اېګزېكټو بورډ غونډه د نېب چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ كښې نېب هېډ كوارټرز اسلام آباد كښې وشوه۔ نېب دا خبره په ډاګه كړه چې د ټولو شكايتونو كره كتنه ٬ انكوائرۍ او پلټنې د تورونو په بنياد پېل كړې شوې كومې چې حتمي نه دي۔ نېب به ټولو اړوند ادارو څخه هم د قانون ترمخه ددوئي موقف معلوموي دغسې چې د قانون ترمخه كارروائي عملي كړې شي۔ د نیب اېګزېکټو بورډ پرېكړو تفصيلات ترمخه د نېب اېګزېكټو بورډ غونډې د پخواني وزيراعظم سیّد یوسف رضا ګیلانی، د آئي ټي پخواني سېكتر فاروق اعوان، پخواني پي آئي او محمد سليم ٬ د يونيورسل سروس كمپنۍ پخواني سيد حسن شېخ او د آئي ټي وزارت د نورو تورنو چارواكو په ضد د بد عنواۍ رېفرنس دائر كولو منظوري وركړه

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں