د پاكستان سول ايوارډ لپاره مېرټ او سپيځلتيا بايد تر نظره وساتلې شي۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير خسرو بختيار غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 20 فروري(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير خسرو بختيار وئېلي دي د پاكستان سول ايوارډ اعزاز د شخصياتو ډاډګيرنه كوي٬د دې ايوارډ لپاره نامزدګۍ كښې بايد د مېرټ او سپيځلتيا اصول تر نظره وساتلې شي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د مين ايوارډ كمېټۍ غونډې مشري كولو سره وكړھ۔په غونډه كښې د كابينه ډويژن سېكتر فضل عباس٬د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن٬د بېلو وزارتونو او صوبائي حكومتونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔دا كمېټي به د پبلك سروس٬د مړانې او هېواد لپاره د خذماتو كټيګريز كښې د بېلو سول ايوارډونو لپاره وزارتونو او صوبائي حكومتونو د اړخه د لېږلې شوو نامو د سفارشاتو جانچ پړتال كوي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں