په ګلوبل ماركيټ كښې به د نوو غوښتنو په نتيجه كښې د كمزورو معيشتونو مرسته وشي

image
APP67-12 BEIJING: April 12 - Interior Minister Professor Ahsan Iqbal addressing IMF’s Conference on Macroeconomic and Financial Frameworks for Successful Implementation of the Belt and Road Initiative. APP

احسن اقبال وئېلي دي په ګلوبل ماركيټ كښې به د نوي ډيمانډز په نتيجه كښې د كمزورو معيشتونو مرسته وشي٬په نړۍ كښې د روابطو ودې سره به د معيشتونو استحكام ممكن شي٬بېلټ اينډ روډ پروژه روابطو ته وده وركولو سره د نوي ماركيټونو جوړولو له مرستياله ثابتېږي۔ده دا خبرې پھ بيجنګ كښې د آئي اېم اېف كنفرنس ته پھ خپله وېنا كښې وكړی۔ده ووئيل نوې ماركيټونو ته د رسنې په نتيجه كښې به زمونږ معيشت مستحكم شي۔احسن اقبال ووئيل پاكستان د توان په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پھ مرسته ډېر مهم پرمختګ كړی چرته به چې د 16 نه تر 17 ساعته لوډشېډنګ كېدو هلته نن 17 ساعته د برېښنا وركړه ممكنه شوې۔ده ووئيل پاكستان صنعتي پیداوار كښې رېكارډ زياتوالې كړی۔احسن اقبال ووئيل د روان مالي كال په مهال پاكستان د 5.8 فيصده شرح نمو پھ ترلاسه كولو كښې كامياب شوې۔ده ووئيل د سي پیك د معاملو جاج اخستلو او د ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه اتفاق پیدا كولو لپاره پارلماني كمېټي فعاله كردار ترسره كوي۔د سي پیك له مخې د ټولو پروژو د پړاؤونو جاج اخستو لپاره وركنګ ډلې كار كوي۔ده ووئيل د نجي څانګې او د چينائي اقتصاد ترمينځه د خليج خاتمې لپاره كار روان دے۔ ده ووئېل د پاكستان او چين د پوهنتونونو د كنسورشم په مرسته به د دواړو هېوادونو كاروباري ډلې يو بل ته نزدې شي

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں