د ادارو ټكر سره هېواد د مسئلو ښكار كېږي٬د سندھ حكومت به بجټ وړاندې كوي٬كه د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت بجټ وړاندې نه كړو نو په جولائي كښې خرڅونه نشي كولې

image

اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر خورشيد شاه وئېلي دي د ادارو ټكر سره به هېواد د مسئلو ښكار شي٬د سندھ حكومت به بجټ وړاندې كوي٬كه د خېبرپښتونخوا صوبائي حكومت بجټ وړاندې نه كړو نو د جولائي خرڅونه به نشي كولې٬وړاندې مو هم وئېلي وو چې نواز شريف به هېواد ته راستنېږي٬لوے څښتن دې كلثوم نواز له روغ سټه وركړي۔د ګل په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل بايد حكومت او عدليه دواړه د زغم څرګندونه وكړي ځكه چې د ادارو ټكر سره به هېواد د ستونزو ښكار شي٬د سياسي وركر په حېث پھ دې صورتحال غم جن يم٬مونږ نه غواړو چې نظام ته زيان ورسي۔ ده ووئيل ما وړاندې هم وئېلي وو نواز شريف به هېواد ته راستنېږي كه هغه په لندن كښې پاتې شوې وې نو د هغه سياست به هم ختم شوې ؤ۔ده ووئيل لوے څښتن دې كلثوم نواز له روغ سټه وركړي

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں