شمالي سيمې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار لري

image
APP06-12 ISLAMABAD: July 12 – Vice Chancellor, Karakoram International University Prof. Dr. Attaullah Shah and Secretary Kashmir & Gilgit-Baltistan Affairs Muhammad Ayub Sheikh called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 12جولائی (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي شمالي سيمې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار لري٬په تعليمي آسانيو كښې زياتوالي سره به د شمالي سيمو د وګړو ژوند ښه شي او اقتصادي او سماجي پرمختګ به لا زيات شي۔دا خبره اولس مشر په ايوان صدر كښې د قراقرم انټرنېشنل پوهنتون وائس چانسلر انجينئر پروفيسر ډاكټر عطاﺀ الله شاه سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي سېكتر محمد آصف شېخ هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل اعلٰی تعليم د جديدو تقاضو سره برابرولو ته اړتيا ده۔ده وائس چانسلر ته سپارښتنه وكړه چې د قراقرم پوهنتون ښه والي او پرمختګ له بشپړه هڅې وكړي دغسې چې د پوهنتون زده كونكي د هېواد پرمختګ ګښې كردار ترسره كړي۔اولس مشر د وائس چانسلر او پوهنتون كاميابۍ له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او هغه له يې د هر ډول مرستې باور وركړو۔(ص ف/ض ض/وس/1832)

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں