حكومت قامي پېداوار زياتولو او د هېواد پرمختګ له كوټلي ګامونه پورته كړي

image
APP66-23 PESHAWAR: May 23 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi addressing at the inauguration ceremony of expansion of Bacha Khan International Airport. APP

پیښور 23 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي حكومت قامي پېداوار زياتولو او د هېواد پرمختګ له كوټلي ګامونه پورته كړي دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پیښور باچا خان هوائي مېدان پراختيا منصوبې پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پېښور هوائي مېدان د هېواد څلورم مصروف هوائي مېدان دے٬د دې پراختيا ته اړتيا وه۔ده ووئيل حكومت ايئر ټرانسپورټ سسټم كښې انقلابي بدلون راوستې او نن د هېواد په مهمو هوائي مېدانونو مسافرو ته د تېر وخت په مقابل كښې زياتې آسانۍ ترلاسه دي۔وزيراعظم ووئيل حكومت د توان په بحران قابو موندلو كښې هم بريالې شوې دغسې د حكومت د اړخه معرفي كړې ټېكس اصلاحاتو په نتيجه كښې هم هېواد د پرمختګ پلو روان شوے۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل راروانه اونۍ كښې به د كوئټې هوائي مېدان د پراختيا منصوبې پرانسته هم كولې شي۔پھ دې موقع د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاحكار سردار مهتاب احمد خان هم خطاب وكړو۔د باچا خان هوائي مېدان پراختيا٬تعمير او ښكلا په منصوبه درې اربه روپې لګښت راغلې چې پكښې د جديدې مشينرۍ لګول هم شامل دي۔په دې منصوبه جنوري 2016 كښې كار پېل شوے ؤ

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں