جمهوريت د اقتصادي او سماجي پرمختګ ٬ نړيوال امن او سلامتيا سره سره د بنيادي بشري حقونو او آزادۍ ضمانت وركوي۔ امن ٬ بشري حقونه او پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولو له جمهوريت زيات ضروري دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د جمهوريت نړيوالې ورځې په مهال پېغام

image

اسلام آباد ۔ 14ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي جمهوريت د اقتصادي او سماجي پرمختګ ٬ نړيوال امن او سلامتيا سره سره د بنيادي بشري حقونو او آزادۍ ضمانت وركوي۔ امن ٬ بشري حقونه او پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولو له جمهوريت زيات ضروري دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمهوريت نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه كومه چې هر كال د ستمبر په 15 مه نېټه لمانځلې شي۔ سپيكر ووئيل جمهوري نظام يو شريك قدر دے د كوم په بنياد چې اولس آزادۍ سره په سياسي اقتصادي كلتوري نظام كښې برخه اخستې شي۔ ده ددې مقصدونو ترلاسه كولو له د سياسي مشرتابه خپل منځه اختلافات هېرولو سره د يو موټې كېدو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د جمهوريت ښكلا په دې كښې ده چې هېواد ته د پېښو حل په ځائي توګه ولټولې شي۔ جمہوریت د ژوند په ټولو څانګو كښې د وګړو د شموليت ډاډګيرنه كوي كوم چې ددې حقيقي وارثان دي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ټاكنو عمل تسلسل جمهوريت مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ په دې مهال خپل پېغام كښې دوهم سپكر ووئيل پاكستان كښې جمهوريت مضبوطېږي او ټول سياسي قوتونه د قومي اهميت په مسئلو يو دي او پارلمان د اولس خېر ښېګړې له په فعاله توګه كار كوي۔ ده ووئيل پخوا پاكستان كښې جمهوري نظام څو څو وارې د منځھ وړلې كېدو سره ادارې كمزورې شوې۔ ده ووئيل جمهوريت يوازنۍ لاره ده چې ورسره هېواد مضبوطېدې شي او مونږ په اقتصادي توګھ په خپلو پښو ودرېدې شؤ

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں