د الېكشن كمېشن چارواكو باور راكړې چې هغوي به خپلې ټولې چارې د 11 نه تر 14 اګست بشپړې كړي

image
APP14-03 ISLAMABAD: August 03 - Caretaker Federal Minister for Information and Broadcasting, National Heritage and Law Barrister Syed Ali Zafar talking to media during his visit to National Archives of Pakistan. APP

اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر وئېلي دي د الېكشن كمېشن چارواكو باور راكړې چې هغوي به خپلې ټولې چارې د 11 نه تر 14 اګست بشپړې كړي٬د الېكشن كمېشن د كار بشپړېدو نه پس به د 13 نه تر 14 اګست د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې شي٬د آئين له مخې د ټاكنو نتيجو اعلان نه پس 21 ورځو كښې دننه د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل لازمي دي٬ د اګست تر 15مې نېټې د قامي اسمبلۍ غونډه راغوښتل آئيني تقاضا ده٬ د سپيكر او دوهم سپيكر د ټاكنې نه وروستو د حكومتي ډلې مشر ټاكنه او د وزيراعظم سوګند پورته كولو نه پس به لنډ مهاله حكومت د آئين خود كاره نظام ترمخه رخصت شي٬ لنډ مهاله حكومت خپله ټاكلې آئيني موده كشې د توان٬روغتياةمعيشت٬قانون٬خارجه چارو٬پیټروليم او د اوبو مسئلو پشمول هره څانګه كښې د پیښو چېلنجونو او د دغې لرې كولو په اړه ګائيډ لائنز جوړ كړې كوم به چې ټاكلي حكومت ته سپارلې شي دغسې چې د ستونزو په ښه ډول مخ نيوې وكړی شي۔هغه د جمعې په ورځ د آركائيوز دورې نه وروستو د سركاري ابلاغ ذريعو سره خبرې كولې۔وفاقي وزير ووئيل د آئين او ټاكنو ايكټ 2017 له مخې د الېكشن كمېشن 7 ذمه وارۍ دي كومو كښې چې د ټولو نه وړومبنې ذمه واري الېكشن نتيجې مرتب كول او د دې نه پس د كاميابو كانديدانو نوټيفيكېشن جاري كول٬د نوټيفيكېشن نه وروستو په لسو ورځو كښې دننه د كانديدانو د ټاكنو ګوشوارې ترلاسه كول٬آزاد كانديدانو ته په كوم هم ګوند كښې د شاملولو لپاره وخت وركول٬د ګوند لسټونه جاري كول٬د مېرمنو او اقليتونو لپاره د خاص چوكو اجرا كول دي۔ ده ووئېل د الېكشن كمېشن لخوا د نوټيفيكېشن اجرا كولو سمدستي وروستو د قامي اسمبلۍ غونډه به رابللې شي

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں