د وزيراعظم عمران خان د بلوچستان بېلا بېلو سيمو څخه د راغلېو زده كوٶنكو ته وزيراعظم آفس كښې وېنا

image

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كه پاکستان د پرمختګ په لاره روانول وي نو د مدينې د رياست اصول به خپلول وي٬ مېرمنو ته په وراثت كښې برخه وركولو لپاره قانون جوړوٶ٬ د لوي څښتن په وحدانيت باور لرونكي د چا په وړاندې سر نه ټېټوي٬ مونږ د نړۍ په وړاندې په جولۍ نېولو خپل قامي غېرت ختم كړې ٬ مونږ به اوس بيا د بل چا جنګ نه ونكړو ٬ دا قام به عظيم قام جوړېږي٬ د بلوچستان صوبائي واكمنو سره به په ګډه د صوبې پرمختګ لپاره كردار لوبوٶ٬ لرې پرتې سيمې پرمختللېو سيمو سره برابرولو لپاره به هڅې كوٶ٬ سمندر غاړې سيمو ته به د جديدې ټېكنالوجۍ د لارې سمندر څخه اوبه وركوٶ٬ سي پېك زمونږ لپاره يوه نادره٩ موقع او زمونږ خوش قسمتي ده چې پاكستان د ون روډ ون بېلټ برخه دے٬ نړيوال سرمايه كار د پاكستان په اوسني حكومت باور لري ٬ د حکومت د پالیسو بنيادي مقصد مېنځنۍ طبقه ده٬ ېره د هر كار په بشپړېدو كښې لوے خنډ وي۔ وزيراعظم دا خبرې د بلوچستان بېلا بېلو سيمو څخه راغلې زده كوٶنكو ته په وزيراعظم آفس كښې د خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم د زده كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل ځوانانو له په دې پوهېدل ضروري دي چې زمونږ هېواد ولې جوړ كړې شو٬ وزيراعظم د انګريزي (محاورې) حواله وركولو سره ووئيل د نظريې نه غېر قامونه مړه شي٬ پاكستان ته په پېښو مسئلو كښې يوه مسئله د نظرياتو هم ده ٬ ده ووئېل په بلوچستان كښې د بېلتون تحريك چلېدو٬ د نيمې وچې د مسلمانانو عظيم لارښود قائداعظم محمد علي جناح وړومبې وړومبې د هندو مسلم اتحاد قائل ٶ او ھغه د دواړو ټولنو په يو ځائ د پاتې كېدو موقف لرلو خو ھغه زر په دې خبره پوهه شو چې مسلمانان به په هندوستان كښې برابر وګړې ونه ګڼلې شي٬ ده ووئېل د قائد اعظم د دې موقف مسلمانانو هم مخالفت وكړو خو ھغه به هم په يوازې كمپائن چلولو٬ تر ډېرې مودې ئې په خبره چا غوږ ونه ګرولو٬ تورونه پرې هم ولګېدل٬ ده ووئېل قائداعظم د خپلې زمانې يو ښه وكيل ٶ ٬ شاهي ژوند ئې كولو٬ ګران ګاډي ئې ساتلې ٶ٬ بيا علامه اقبال په راستنېدو قائل كړٶ او ورته ئې ووئيل مسلمانان داسې لارښود نه لري چې مشري ئې وكړې شي ٬ ده ووئېل نن په هند كښې د 20 كروړو نه زيات مسلمانان آباد دي خو مشر ئې څوك نشته٬ په دې ئې د بېرته راتللو پرېكره وكړه او په كال 1936 كښې په وړومنبو ټولټاكنو كښې مسلم ليګ كاميابي ترلاسه نه كړه او بيا خلق د قائداعظم په خبره پوهه شو او ھغوي مسلم ليګ پلو راغلل او دغسې د عزم او حوصلې له امله پاكستان جوړ شو٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل چا دا سوچ نه لرلو چې پاكستان به جوړېږي٬ د يو كال وړاندې ورځپاڼې كتلو سره دا اندازه لګېدې شي۔ ده ووئيل علامه اقبال يو نظرياتي او قائداعظم يو سياسي لارښود ٶ٬ علامه اقبال دا نظريه وه چې يو داسې اسلامي هېواد جوړوٶ چرته چې به د اصلي اسلامي رياست بنياد اېښودلې شي۔ وزیراعظم ووئيل د مدينې رياست په كومو اصولو جوړ ٶ په ھغې كښې د بني ۖ د زېږېدنې نه تر وصال ژوند يو تاريخ دے ٬ د مدینې د رياست اصل دا دے چې د نبيۖ په سنت عمل وكړې شي چې پكښې عدل او انصاف ډېر اهميت لري٬ ده ووئېل يو تهذيب د دې نه غېر قائم نه شي پاتې كېدې٬ د قانون سرلوړي د دې دوېمه ستن ده او دا هم د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل مسلمانان په پېل كښې جمهوري وٶ واكمن ځواب وركونكي وٶ٬ خليفه عدالت ته وړاندې كېدو٬ مشاورت ئې بنياد وٶ۔ ده ووئيل چين چې پرمختګ وكړو نو هم په دې اصولو عمل سره ئې وكړو٬ 70 كروره اولس ئې د غربت نه رابهر كړو٬ دا عمل د عدل په دائره كښې راځي چرته چې شتمند د بې وسه مرسته كوي خو مونږ د دې اپوټه كوٶ٬ وزيراعظم ووئېل دلته مالدار نو مالداره كېږي او غريب لا غريب كېږي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د بلوچستان پاتې سيمو ته پرمختګ وركول غواړو٬ اعلٰې وزير سره په ګډه به د بلوچستان پرمختګ لپاره كار كوٶ۔ وزیراعظم ووئيل 313 مجاهدينو سره محمدﷺ روم او فارس ته چيټۍ وليكلې چې پكښې د الله واحانيت بيان شوې ٬ دا د يو كوچني رياست د خود دارۍ مثال دے۔ ده ووئيل غېرت په هر انسان كښې وي د لوي څښتن په وحدانيت باور لرونكي د چا په وړاندې نه ټېټېږي٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل پاکستان كښې مونږ دا ظلم وكړو او د نړۍ په وړاندې مو دا تاثر وركړو چې د سپر پاور ملګرتيا ونه كړو يا د ھغوي په جنګ كښې شامل نه شوو نو هېواد به ړنګ شي٬ مونږ په سر ټيټولو او جولۍ خپرولو خپل غېرت ختم كړې ۔ ده ووئيل دا قام به خامخا راپورته كېږي او د چا په جنګ كښې به نه شريكېږي او د چا په وړاندې به نه ټيټېږي٬ ده ووئيل افغانستان كښې د دې نه وړاندې د ډومور غوښتنې كېدې او وئيل به ئې چې مونږ فنډ دركوٶ٬ زمونږ جنګ وكړئ٬ ما پنځلس كاله وړاندې وئيلي وٶ چې د افغان مسئلې حل جنګ نه دې ٬ اوس زمونږ په خبره پوهه شول۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل زه به ډېر زر د ګوادر دوره كوم۔ بلوچستان كښې د سينئر سكول استاذانو په ځائ كولو لپاره په ضلعي كچه د كمېټو جورولو پحقله د يو زده كوٶنكي د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل په دې هېواد كښې مېرټ لويه مسئله ده ٬ د استاذانو ټاكنه په مېرټ نه كېدله٬ مونږ په كے پي كے كښې پنځو كالو كښې د اېن ټي اېس د لارې د استاذانو بهرتۍ وشوه ۔ ده ووئيل د بلوچستان صورتحال د نورو صوبو نه مختلف دے خو زه دې خبره سره اتفاق كوم چې بايد د استاذانو بهرتي په مېرټ وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ګوادر او بلوچستان پشمول د زياتره سيمو لويه مسئله اوبه دي او دې لپاره لائحه جوړٶ٬ د بلوچستان او سندھ سمندر غاړې سيمو ته به د ډي سلټېشن د لارې د سمندر اوبه د استعمال جوګه كولو سره وركوٶ ٬ ده ووئېل وړاندې د د دې لګښت ډېر زيات ٶ خو اوس دې لپاره نوې ټېكنالوجي جوړه كړې شوې او مونږ د كراچۍ او ګوادر لپاره دا ټېكنالوجي راوړو او د سولر پلانټ د لارې به دا لګوٶ۔ ده ووئيل ګوادر ته د برېښنا وركړې لپاره د چين په مرسته پلانټس لګوٶ٬ سي پېك پاكستان چين سره تړي خو د بده مرغه لويديز روټ د سي پېك برخه نه وه او دې سره به د بلوچستان او د فاټا د اولس ژوند بدل شي٬ وزيراعظم ووئېل خاص اقتصادي زونز جوړېږي٬ سي پېك مونږ سره يوه نادره موقع ده۔ ده ووئيل داسې محسوسېږي چې په راتلونكو لسو كلونو كښې به چين امريكا شا ته پرېږدي٬ دا زمونږ خوش قسمتي ده چې مونږ د روډ اېنډ بېلټ برخه يو۔ وزیراعظم په دې موقع زده كوٶنكو له باور وركړو چې مونږ به لرې پرتې سيمو ته ترقي وروكوٶ٬ بلوچستان سره مركز او صوبې دواړو ظلم كړې٬ د اېن اېف سي له مخې لوے فنډ بلوچستان ته په برخه كښې وركړې شوې خو سياسي مشرانو خپلو كښې وېشلې ۔وزيراعظم ووئيل كه پاکستان د پرمختګ په لاره روانول وي نو د مدينې د رياست اصول به خپلول وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں