وزيراعظم عمران خان به نن په لاهور كښې د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكو لپاره د پناه ځائ جوړولو د پروژې د بنياد تيګه ږدي

image

اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن په لاهور كښې د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكو لپاره د پناه ځائ جوړولو د پروژې د بنياد تيګه ږدي۔ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د لاهور ښار په بېلا بېلو ځايونو كښې خلق په لويه شمېره په فټ پاتونو او نورو ځايونو د كور نه بغېر شپې تېروي٬ د داسې خلقو د شمېر په اړه بېلا بېلې اندازې لګول شوې دي۔ د كور نه بغېر تر اسمان لاندې ژوند تېرونكي داسې خلق زياتره د داتا دربار٬ ريلوے سټېشن په خوا او شا سيمو٬ اچهره او چوبرجي او نورو ځايونو كښې ليدل كېدې شي۔ داسې خلق بنيادي اسانيو د مثال په توګه پاك اوسېدو٬ جامو وينځلو٬ په محفوظه توګه د شپې تېرولو او ابتدائي طبي مرستې لپاره موزون ځائ ته ضرورت لري۔ وزيراعظم په لاهور كښې د چې كوم پناه ځائ د بنياد تيګه ږدي٬ د دې مقصد د داسې خلقو د عزت نفس بحالي٬ د ضرورت مندو خلقو ضرورت پوره كول٬ محفوظ ځايونه جوړول٬ دوي ته ورپېښ خطرات كمول او د وګړو او رياست د سماجي ذمه وارې دائره پراخا كول دي۔ د پناه ځائ په ودانې كښې به د ځائ غوره استعمال كولې شي چرته به چې ټولې اسانيې جلا جلا موجود وي۔ سادګي او غوره كاركردګي باروري كولو لپاره به جديد او بنيادي ډيزائن كارولې شي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں