د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پیټروليم او ګاز سېكټر پېداوار كښې د زياتوالي په اړه غونډه

image
APP59-27 ISLAMABAD: February 27 - Prime Minister Imran Khan chairing a consultative meeting on energy sector. APP

اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د سركاري كمپنو بورډ آف ډائرېكټرز كښې دې تجربه لرونكي پوهان شامل كړې شي٬دې عمل سره به په بورډ كښې سركاري مداخلت كم شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پیټروليم او ګاز سېكټر په پېداوار كښې د زياتوالي په اړه مشاورتي غونډه وشوه۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان٬د توان ټاسك فورس مشر نديم بابر او د پیټروليم سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د پېټروليم او ګاز پېداوار كښې زياتوالي په اړه تجويزونه وركړې شول ۔وزيراعظم پھ دې خبره زور راوړو چې د سركاري كمپنو بورډ آف ډائرېكټرز كښې دې تجربه لرونكي پوهان شامل كړی شي٬دې عمل سره به په بورډ كښې سركاري مداخلت كم شي او كاركردګي به زياته شي۔په غونډه كښې تجويزونه به د پېټروليم وزارت كوټلي پلان مرتب كولو له وزيراعظم ته راتلونكې غونډه كښې وړاندې كوي

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں