پاکستان سعودی عرب سره په ملګرتيا وياړ لري، سعودی عرب په هر سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړې، سپیکر اسد قیصر

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي چې پاکستان او سعودی عرب خپلو كښې د ملګرتيا پخوانۍ اړيكې لري، پاکستان د سعودی عرب سره پھ خپله ملګرتيا وياړ لري، سعودی عرب په هر سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړې۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سعودی د ابلاغ عامه وزير ترکی عبداللہ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ د څلور كسيزه پلاوي سره ده سره ليدلې ؤ۔ ملاقات كښې د دوه اړخيزه چارو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د قامی اسمبلۍ غړي سید نوید قمر، خرم دستګیر خان ، احسان اللہ ټوانه ، ډاکټر حیدر علی او ایوب آفریدی هم موجود ؤ۔ اسد قیصر ووئيل ګڼ شمير پاکستانیان په سعودی عرب كښې په بيلو څانګو كښې خدمات ترسره كوي او د خپل هېواد لپاره قیمتی زرمبادله رالېږي۔ سعودی عرب د اړخه د پاکستانی حج كونكو روډ ټو مکه پروګرام ترمخه آسانۍ وركول د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل قامی اسمبلی د پاك۔سعودی فرینډ شپ ډلې د لارې د ملګرتيا رشتې لا قوي كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل چې مسلمان امت ته په پېښو مسئلو قابو موندلو له په اسلامي نړۍ كښې اتحاد او يووالې د وخت حاجت دے۔ د حرمېن شریفین حفاظت لپاره به پاکستان او د پاکستان اولس د څه ډول قربانۍ وركولو څخه ډډه نه كوي۔ پاکستان اولس د سعودی عرب سره ژور تړون لري او هغه خپل كور ګڼي۔ په دې موقع د سعودی د ابلاغ عامه وزير ترکی عبداللہ ووئيل دواړه هېوادونه په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ په سيمه ايز او نړيوال فورمز دواړه هېوادونه د يو بل د موقف حمایت کوي۔ د سعودی وزیر ووئيل سعودی عرب سماجی او اقتصادی څانګو كښې پاکستان سره مرستې ته وده وركول غواړي۔ سعودی عرب به پھ هر سخت وخت كښې د پاکستانی وروڼو سره ولاړ وي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں