پاكستان به كشميريان يوازې نه پرېږدي٬د هندي ظلمونو په ضد به د كشميريانو ملاتړ له په هر فورم غږ پورته كولې شي

image

اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئېلي دي چې قام ته به په عملي توګه بدلون په نظر راشي٬ پاكستان به كشميريان يوازې نه پرېږدي٬د هندي ظلمونو په ضد به د كشميريانو ملاتړ له په هر فورم غږ پورته كولې شي۔ ده تېره ورځ جناح سټېډيم كښې د آزاد حكومت رياست جمو او كشمير 71مې تاسيس ورځې په موقع د كشمير جرنلسټس فورم د سيوري لاندې انټرمېډيا فټ بال ټورنامنټ فائنل مېچ كښې د خاص مېلما په حېث خطاب كولو۔ په دې موقع د آزاد كشمير د پيپلز ګوند سېكتر راجه فېصل ممتاز راټهوريت٬حريت لارښود عبدالحميد لون او د فورم صدر عابد خورشيد هم خطاب وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير لوبغاړو له انعامونه هم وركړل۔په خپل خطاب كښې ده ووئيل حكومت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې٬ډ هندي ظلمونو په ضد به غږ پورته كوو۔ده ووئيل پاكستان دا مهال مالي او اقتصادي بحران سره مخ دې٬په دې ټولو مسئلو به ډېر زر قابو وموندلې شي او په عملي توګه به بدلون په نظر راشي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو