د وفاقي وزيرې لخوا ميوزك انډسټرۍ لپاره لويې زېرې٬ د ميوزك پاليسۍ مسوده تياره شوه ٬ مراعاتو او سهولتونو سره به ميوزك انډسټري نوې ژوند ومومي، موسيقي د پاکستان بشپړه او تاريخي ورثه ده۔ وفاقې وزيره٬ مريم اورنګزېب

image

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د پاكستان وړومبۍ ميوزك پاليسي مسوده تياره كړې شوې ده چې ورسره به د مراعات او سهولتونو د لارې ميوزك انډسټري نوې ژوند ومومي، پائرېسي او د کاپي رائټس پشمول ميوزك انډسټرۍ ته پېښې مسئلې به حل شي٬ موسيقي د پاکستان بشپړه او تاريخي ورثه ده كومه چې د صوفيا کرامو د شاعرۍ، پخواني او اوسنۍ موسيقۍ ځانګړې مجموعه ده۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل چې پبلك پرفارمنس، پروډکشن، ډسټري بيوشن، ايډيپټيشن، ډيوريشن، مکينيکل او کميونيکيشن رائټس په قانوني ډھانچه كښې شاملولې كېږي،دې اقداماتو سره به د يوزرز اينډ لائنسز مسئله هم حل شي چې ورسره به ميوزك انډسټري وده وكړي۔ دې ووئيل چې د موناپلائزيشن خاتمې سره سره به د ميوزك وركرز د بنيادي قانوني حقونو تحفظ كولې شي٬ د کاپي رائټ پشمول ميوزك سټيک هولډرز ته رامخې ته مسئلې به حل شي۔ د اطلاعاتو وزيرې ووئيل د ميوزك تيارٶنكو٬ سندرغاړو٬ ليكوالو او د دهن جوړٶنكو د قانوني حقونو تحفظ به باوري كولې شي او د ميوزك د خرڅ٬ د دې د نقل جوړولو او د ميوزك غلا كولو سره اړوندې د اوږدې مودې مسئلې به هم حل شي۔ دې ووئيل ميوزك پاليسي ګاٶنډي هېوادونو كښې د رائج قوانينو او د نړيوالو معيار له مخې جوړه كړې شوې ده، زړې موسيقۍ څخه خوند اخستلو له خاص اقدامات هم په پاليسۍ كښې شامل دي۔ دې ووئيل ځائي او فوك ميوزك٬ سيمه ايزو ژبو كښې موسيقۍ لپاره هم اقدامات د پاليسۍ برخه ده۔ وفاقي وزيرې ووئيل٬ سندرغاړو، لوك فنکارانو او ځائي او سيمه ايزې موسيقۍ ته به وده وركولې شي ٬ د دې پاليسۍ د لارې به د پاكستان د موسيقۍ د عظيم ورثې تحفظ او دې ته وده وركولو لپاره اقدامات كولې شي۔ دې ووئيل موسيقي په پاكستانۍ ټولنه كښې له پخوا څخه راروانه ده۔ دې ووئيل د كال 1970 نه پس تر اوسه د ميوزك په څانګه كښې قانوني، انتظامي يا پاليسي ليول كومه تبديلي نه ده شوې۔ دې ووئيل د کاپي رائټ د اهميت نه به اولس خبرول وي دغسې چې معياري ميوزك جوړ كړې شي او اولس ته ورسي، د ملكيت حقوق او د ميوزك غلا څخه پاكستان او ميوزك انډسټرۍ ته زيان رسي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں