د مقبوضه كشمير آئيني حيثيت بدلول په برصغير پاك و هند كښې 70 كاله پس ډېر لوي اپ سېټ دے۔ شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د مقبوضه كشمير آئيني حيثيت بدلول په برصغير پاك و هند كښې 70 كاله پس ډېر لوي اپ سېټ دے٬ په سياست كښې ځينې خلق غلطې پرېكړې كوي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د كشمير د كوڅې كوڅې نه به د آزادې غږ پورته كېږي٬ مونږ به كشميريانو سره اودرېږو۔ ده ووئيل هند د امن دروازې بندې كړې ۔ دا ټوله معامله د مودي د انتهاخوښې د سوچ ده۔ په سياست كښې ځينې خلق غلطې پرېكړې كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں