د صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان بېت المال ترسېوري لاندې د يوې پناه ګاه دوره

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي اسلام آباد كښی د پاكستان بېت المال ترسېوري لاندې د يوې پناګاه دوره وكړه او پناه ګاه كښې پاتې كېدونكو ته ئې د اختر مباركي وركړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شو ي بيان له مخې صد عارف علوي اسلامي آباد كښې د پاكستان بېت المال انتظام لاندې پناه ګاه دوره وكړه او پناه ګاه كښې پاتې كېدونكو ته ئې د اختر مباركي وركړه۔ صدر ته پناه ګاه كښې پاتې كېدونكو لپاره د انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ صدر د كورونا په مهال د روزګار په اړه پوښتنې وكړې۔ هغه پناه ګاه كښې پاتې كېدونكو سره په ګډه روټۍ وخوړله۔ پناه ګاه كښې پاتې كېدونكو صدر سره په ملاقات كولو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ صدر د لويې اختر اولنۍ ورځ اولس سره تېره كړه۔ صدر يتيم خانو ٬ پمز روغتون او ايوان صدر كالوني كښې ههم خلقو سره ملاقات وكړو او هغوي ته ئې د اختر مباركي وركړه

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں