افغانستان كښې د نوي حكومت جوړېدو نه وروسته د پي آئي اے د معمول لومړۍ پرواز كابل او بېرته اسلام آباد ته رارسېدلې

image

اسلام آباد13ستمبر (اے پي پي)افغانستان كښې د نوي حكومت جوړېدو نه وروسته د پي آئي اے د معمول لومړۍ پرواز كابل او بېرته اسلام آباد ته رارسېدلې۔ د قامي ايئرلائن وياند عبدالله خان لخوا په جاري شوي اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې د پي آئي اے بوئنګ الوتكه 777 پي کے- 6249 د ځائي وخت له مخې 9:45 د اسلام آباد نه كابل ته رسېدلې او د ګل په ورځ ماسپخښېن 12:02 بجې بېرته اسلام آباد ته رارسېدلې۔ د پي آئي اے چيف آپريټنګ آفيسر ائير کموډور جواد ظفر د سي اي او پي آئي اے د نمائنده په حېث خپله په الوتكه كښې سفر كړې٬ د کابل په هوائي مېدان د سروسز بحالۍ لپاره افغان سول اېوي اېشن او د پي آئي اےځائي عملې خاص انتظامات كړې دي۔ په افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان او نورې سفارتي عملې په دې لړ كښې ستړې د ستائنې وړ دي٬ تربيه لرونكې د ايئر پورټ عملې پرواز هېنډل كړې٬ د کابل په ائيرپورټ د پي آئي اے نامه او پرواز نمبر لګېدلې دې٬ د پي ائي اے عملې نړيوال خبريالان كابل ته رسولې دي او د نړيوال بېنك او د نړيوالو خبر رسنو ادارو ډله ئې بېرته راوړې ده٬ کابل كښې د نوي حكومت جوړېدو نه وروسته دا لومړې نړيوال مسافر پرواز ٶ

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں