اولس مشر ډاکټر عارف علوی سره د تیونس موده پوره كونكې سفیر د مخه ښې ملاقاتاولس مشر سفیر له په پاکستان كښې د خپلې تعیناتی موده په کامیابۍ سره په پوره كولو مبارکي

image

اسلام آباد 31 جولائی (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان تیونس سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي، دواړه هېوادونه په بيلو نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تیونس موده پوره كونكې سفیر عدیل العربی سره پھ خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره د مخه ښې ملاقات كړې ؤ۔ اولس مشر ووئيل پاکستان او تیونس په بيل نړيوال چارو يو ډول دريځ لري۔ اولس مشر ووئيل د سیاسی خیرسګالۍ او نزدې والې سره د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت د خپل حقیقی استعداد څخه كم دې۔اولس مشر ووئيل پاکستان ګوادر كښې د سمندر په ژورو اوبو كښې بندرګاہ او سی پیك راهداریو د لارې تیونس له د مينځني اسياﺀ ریاستونو او چین سره د تجارتی رابطو زياتولو ښه موقع وركړې۔ده د تیونس موده پوره كونكې سفیر له په پاکستان كښې خپلې تعیناتی موده په کامیابۍ سره پوره كولو مبارکي وركړه او د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكو ته په دوه وركولو كښې ئې د هغه هڅې وستائلې۔ د تیونس موده پوره كونكې سفیر پاکستان كښې د وظيفې ترسره كولو په مهال پھ ښه كوربتوب كولو د پاکستان حکومت او اولس مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں