د افریقائې هېوادونو سره د تجارت زياتولو بلها موقعې لرو، د خارجه وزير شاہ محمود قریشی

image

اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي د افریقائې هېوادونو سره د تجارت زياتولو بلها موقعې لرو ،مونږ له به په ګډه معاشی استحکام له هلې ځلې كول وي، خارجه وزارت به د تجارت وزارت سره ترسره شوي اهداف سر كولو له مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پھ ورځ خارجه وزارت كښې د افریقې هېوادونو كښې د پاکستان سفيرانو کنفرنس په دويمه ورځ ابتدائی ناستې ته خطاب کښې وكړه۔ خارجه وزير ووئيل زه د خارجه وزارت د اړخه باور دركوم چې خارجه وزارت به د تجارت وزارت سره ترسره شوي اهداف له بشپره مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل مونږ له به په شريكه د معاشی استحکام لپاره هلې ځلې كول وي۔ زمونږ د سفيرانو هلې ځلې به هله د نتيجې وړ ثابتې شي كله چې ټول اسټيك هولډرز د قامی جذبې سره اجتماعی هڅې وكړي۔ زه د سرمایه کارۍ بورډ، تجارت وزارت ٬ اسټيټ بانك د ټولو مننه كوم چې هغوي د خارجه وزارت سره په دې مهم سرخط د سفيرانو کنفرنس كښې ګډون وكړو او خپلې رائې ئې راكړې۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی