د وفاقي وزير اورنګزيب د دبئي اسلامك ډلې سي اي او ډاكټر عدنان چلوان سره ورچوئل ميټنګ٬د پاكستان په اقتصادي چارو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب د دبئي اسلامك ډلې سي اي او ډاكټر عدنان چلوان سره ورچوئل ميټنګ كړې چې پكښې د پاكستان په اقتصادي چارو او په هېواد كښې په سرمايه كارۍ كښې د اضافې په ممكنه موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې وزير مملكت علي پروېز ملك٬د خزانې سېكرټري او د فنانس ډويژن نور سينئر افسرانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير اورنګزېب د ډاكټر چلوان هركلے وكړو او د پاكستان مالياتي څانګې سره د دبئي اسلامك بينك په پرله پسې شموليت يۍ دده مننه وكړه۔ده نړيوال شراكتدارو سره اقتصادي اړيكې قوي كولو لپاره د حكومت د عزم پخلې وكړو۔ ډاكټر چلوان د هېواد په مالياتي پرمختګ كښې په خاص توګه د اسلامي بينكارۍ٬ انفراسټركچر او د اېس اېم اي پرمختګ پشان څانګو كښې لويې كردار ادا كولو كښې د بانك د خوښۍ پخلې وكړو۔د ملاقات په مهال په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ممكنه څانګو لټون په مهال وزير دبئي اسلامي بانك ته په هېواد كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړه او د يو مستحكم ميكرو اكنامك ماحول په ځاې ساتلو لپاره يۍ د حكومت د عزم پخلې وكړو۔په خبرو كښې د پاكستان او دبئي اسلامك بينك ترمينځه د اقتصادي مرستې لا قوي كولو په اهميت هم زور راوړلې شو۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں