په برېسټ كېنسر قابو موندلو له به دې ناروغتيا پلو خاص پام ګرځول وي۔ په وخت د تشخيص نه كېدو يو سبب ددې ناروغتيا په حقله ناپوهي هم ده۔ درملنو سره سره احتياط ته هم اړتيا ده۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د برېسټ كېنسر په اړه ګورنر هاؤس كښې يو پروګرام كښې خبرې

image

کراچی۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په برېسټ كېنسر قابو موندلو له به دې ناروغتيا پلو خاص پام ګرځول وي۔ په وخت د تشخيص نه كېدو يو سبب ددې ناروغتيا په حقله ناپوهي هم ده۔ درملنو سره سره احتياط ته هم اړتيا ده۔ الېكټرانك ميډيا بايد د عامې ګټې پېغامونه هم وچلوي۔ لېډي هېلت وزېټر مهم كردار ترسره كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د برېسټ كېنسر په اړه د شعور بېدارولو په لړ كښې ګورنر هاؤس كښې يو پروګرام كښې خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د روغتيا صوبائي وزيرې ډاكټر عذرا پیچوهو، بېلو ګوندونو سره تعلق لرونكي د بېلو ګوندونو د اسمبلۍغړي ٬ ډاكټران او سول سوسائټۍ سره تعلق لرونكو مېرمنو هم ګډون وكړو۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل برېسټ كېنسر ته هغه توجه وركړې شوې نه ده كومه چې پكار وه۔ ده ووئيل دلته درملنو ته خاص پام كولې شي او درملنو لپاره په غوښتلې شويو اسانيو هم خبرې كېږي ولې درملنو سره سره احتياط هم ضروري دے۔ احتياطي تدبيرونو سره ډېرو مسئلو څخه انسان ځان ساتلې شي۔ اولس مشر د خپل دې عزم پخلې وكړو چې د ټولنې هغه مسئلې به پورته كوم كومې چې سياست سره تعلق نه لري۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل په هېواد كښې زياتېدونكې وداني يوه مسئله ده ولې دې ته تېر وختونو كښې پام شوې نه دې۔ دا مسئله بايد د قومي بحث برخه جوړه كړې شي۔ په دې اړه د انجونو زده كړو ته به پام ګرځول وي۔ ده ووئيل مېرمنې چې د ټولنې كومو كومو څانګو كښې مسئلو سره مخ دي دغه مسئلې به ختمول وي۔ ده ووئيل د مسئلو حل له د حكومت لخوا مرسته لازمي ده۔ په دې مهال د روغتيا وزيرې ډاكټر عذرا پیچوهو خپلو خبرو كښې اولس مشر د روغتيا په څانګه كښې پورته كړې شوې او پورته كېدونكو ګامونو نه خبر كړو۔ دې ووئيل پاكستان كښې برېسټ كېنسر د مېرمنو يوه لويه مسئله ده او پاكستان كښې په دې ناروغتيا د اخته كېدونكو مېرمنو شمېره سوا كېږي۔ ده ووئيل هر كال ددې دلاسه 40 زره مېرمنې مړې كېږي۔ په دې مهال پروګرام كښې نورو ګډون كوونكو هم د برېسټ كېنسر په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونې وكړې۔ د روغتيا صوبائي وزيرې او پروګرام كښې ګډون كوؤنكو د برېسټ كېنسر په اړه ګورنر هاؤس كښې په پروګرام كولو د اولس مشر ډاكټر عارف علوي مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں