د پاكستان او ايران د شريكې اقتصادي كمېټۍ په پرېكړو عملدرآمد لپاره د دوه اړخيزه مذاكرات او فالواپ ميټنګز كولو پرېكړه

image

اسلام آباد 31 اګست(اے پی پی) پاكستان او ايران د شريكې اقتصادي كمېټۍ په پريكړو عملدرآمد لپاره د دوه اړخيزه مذاكرات او فالواپ ميټنګز كولو پرېكړه كړې ده۔ دا پريكړه د ايران د اقتصاديات او خزانې نائب وزير رضا بخشي او د اقتصادي چارو ډويژن لنډ مهاله سېكرټري حمير كريم ترمينځه ملاقات كښې شوې۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې ملګرتيا او مرستې جاج واخستې شو او په خاص توګه د پاكستان او ايران ترمينځه اقتصادي اړيكې لا قوي كولو ته پام وګرځولې شو۔ لنډ مهاله سېكرټري حمير كريم د ايران د خزانې نائب وزير تود هركلے وكړو۔دوي د پاكستان او ايران ترمينځه اړيكو ته وده او پراختيا وركولو له د خپل عزم څرګندونه كولو سره ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي اړيكو سره به تجارت او اقتصادي څانګو كښې پراخا موقعې ترلاسه شي۔ ده په اګست 2022 كښې د دواړو هېوادونو شريكې اقتصادي كمېټۍ 21مې غونډې نه پس شوې پېشرفت وستائېلو۔ دواړو اړخونو د شريكې اقتصادي كمېټۍ په پريكړو عملدرآمد لپاره د دوه اړخيزه مذاكرات او فالواپ ميټنګز كولو پرېكړه وكړه۔ د ايران د خزانې نائب وزير شريكو پرمختيائي پروژو٬سرمايه كارۍ٬د بينكارۍ نظام او تجارت پشمول بېلو څانګو كښې اړيكو او مرستې ته په وده وركولو كښې خوښۍ ښكاره كړه۔

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں