پاکستان په افغان امن عمل كښې ضامن نه بلكې سهولت كار دے

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد ۔ 30 جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دې پاکستان په افغان امن عمل كښې ضامن نه بلكې سهولت كار دے۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د افغان امن عمل ټوله ذمه واري په پاكستان نه شي اچولې كېدې٬ په امن عمل كښې پېشرفت د ټولو شراكتدارو شريكه ذمه واري ده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان افغان طالبانو سره د ملاقات خوښي لري دغسې چې ھغوي انټرا افغان خبرو اترو لپاره راضي كړې شي٬ پاکستان په نېك نيتۍ سره په دې كښې پېشرفت كوي۔ ده ووئيل عمران خان او د ټرمپ ترمېنځه د ملاقات په مهال د افغان معاملې مماثلت ليدلې شوې٬ دې سره د پاك امريكې اړيكو نوې باب پرانستلې شوې٬ ده ووئېل د امريكې دورې په مهال مونږ مقاصد ترلاسه كړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند واكمنو تل لپاره د كشمير مسئله دوه اړخيزه ګرځوي٬ ډيلي سركار نه خو دوه اړخيزه خبرو اترو ته غاړه اږدي او نه د درېم فريق په ثالثۍ راضي دے۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں