د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيه جمهوريه ورځې په مهال خاص پېغام
اسلام آباد ۔28 اکتوبر(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيه جمهوريه ورځې په مهال خاص پېغام كښې وئيلي دي زه په دې موقع د تركيه حكومت او اولس ته د زړه له كومي مباركي وركوم۔ د اكتوبر 29 مه نېټې كال 1923 ﺀ په تاريخۍ ګھړۍ كښې ترك اولس د پرمختګ او سوكالۍ په لاره د تلو سفر پېل كړې وو۔ دا ورځ د تركيه د زړه پورې هڅو عكاسي كوي۔ ده خپل پېغام كښې ووئيل چې د تركيه اولس او مشرتابه سره د ټولو ستونزو نه يوازې دا چې د تارخ مخ واړولو بلكې د ټولې نړۍ د كروړونو په شمېر انسانانو له د پرمختګ او سوكالۍ نوي روايتونه جوړ كړل۔ اولس مشر ووئيل د نيمې اوچې مسلمانانو چې څه وخت آزاد وطن ترلاسه كولو له هڅې كولې نو د تركيه رويه دوئي لپاره د وياړ وړ او دوئي ته قوت وركوونكې وه۔ ده ووئيل پاكستان تركيه خپل زيات نزدې او ګران ورور ګڼي دا دواړه هېوادونه ټول عمري په هر سخت وخت كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي دي۔ او په دې تاريخي موقع تركيه سره د يو والي پخلې كولو سره هيله لرم چې راروانو وختونو كښې به هم دواړه هېوادونو يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دے په ترك اولس او مشرتابه ډېر رحم وكړي او ترك اولس دې ټول عمري خوشحاله وساتي۔