بيجنګ 04 نومبر (اے پي پي﴾د پاكستان او چين په هر ډول حالاتو كښې د ستراتېژېكي مرستې په بنياد د روان شركت استحكام سره به د پاكستان او چين د اولس په نزدې كولو او د پرمختګ په نوي دور كښې داخلې لپاره په شريك پلان كښې مرسته وشي۔د چين وزيراعظم لي كي كيانګ په بلنه وزيراعظم عمران خان د نومبر په دوهمې نېټې نه د نومبر تر پنځمه نېټه كال 2018م د چين دوره كوي۔د دورې په مهال وزيراعظم عمران خان٬د چين اولس مشر شي جن پنګ ٬وزيراعظم لي كي كيانګ٬د نېشنل پيپلز كانګرېس قائمه كمېټۍ چيئرمېن لي ژن شو او د چين نائب اولس مشر وانګ كي شان سره ملاقاتونه كړي دي۔په ملاقاتونو كښې د تود هركلي او په يو بل د باور څرګندونه شوې او د دواړو هېوادونو مشرانو د شريكې خوښې په دوه اړخيزه چارو٬سيمه ايزو او نړيوالو ستونزو تفصيلي خبرې كړې دي۔وزيراعظم عمران خان د سي پي سي سنټرل كمېتۍ د سكول يوې دستورې ته وېنا هم كړې۔ بيجنګ سره سره وزيراعظم عمران خان د چين په وړومبي انټرنېشنل امپورټ ايكسپو كښې ګډون كولو لپاره د شنګهائي دوره هم كړې۔ د پاكستان او چين د تاريخي اړيكو په پرمختګ د اطمينان څرګندونې سره د دې د لا پراخا كولو او د استحكام جاج هم اخستلې شوې۔د دورې په مهال دواړو هېوادونو د پاكستان او چين دوستي په هر وخت كښې د قائم ساتلو٬د ځايې سيمه ايزو او نړيوالو بدلونونو سره هم تل د مستحكم ساتلو د عزم پخلې شوې۔د پاكستان او چين مشرتابه په سباؤن كښې هم په هر ډول حالاتو كښې د پاكستان او چين د شريكې ستراتېژېكي مرستې په بنياد د شركت٬د پاكستان او چين اولس رانزدې كولو او په سباؤن كښې د شريكې مرستې له مخې د دوستۍ لا پراخا كولو او مستحكم كولو د عزم پخلې كړې۔پاكستان او چين په 2005 كښې د دوستۍ مرستې او د ښه ګاونډيتوب اړيكو په اړه يوه لوظ نامه هم لاس ليك كړې۔د وزيراعظم د بيجنګ دورې په موقع جاري شوې اعلاميې له مخې د سياسي اړيكو او د ستراتېژېكي كميونيكېشن په اړه د چين او پاكستان لخوا ښه ګاونډيتوب د نزدې دوستۍ٬د ورورولۍ او اعتماد په بنياد د شراكتدارۍ د عزم پخلې شوې٬د پاكستان او چين ترمينځه دوستي او مرسته د دواړو هېوادونو د اولس په بنيادي ګټھ ده٬د پاكستان او چين دا مرسته د منطقې پشمول په نړيوال امن٬سلامتيا٬استحكام او پرمختګ كښې هم برخه ده٬دواړه هېوادونه د خپلو ستراتېژيكي اړيكو څخه په سباؤن كښې اوږدې مودې لپاره د منطقې پشمول د نړيوال پرمختګ خواهش لري٬د چينائي مشرتابه لخوا پاكستان سره اړيكې د دوي په خارجه پالېسۍ كښې تل د وړومبې ترجيح وركولو عزم څرګند كړی شوې٬د چين لخوا په نړيوالو چارو د پاكستان د پرله پسې او مستحكم مرستې پشمول د چين د خپلواكۍ آزادۍ٬سيمه ايز سلامتيا او د امنيت پشمول په بېلا بېلو مهمو چارو په ملګرتيا كولو د خوشحالۍ څرګندونه شوې٬د چين لخوا د سيمه ايز امن سلامتيا٬پرمختګ او خوشحالۍ پشمول ګاونډي هېوادونو سره د اړيكو بهترۍ په اړه د پاكستان د مهم كردار ستائنه شوې۔دواړو هېوادونو د سي پیك له مخې شريكې مرستې لپاره د نوې لارو په لټولو اتفاق هم كړې٬د دواړو هېوادونو لخوا په پاكستان كښې د خلكو د ژوند په معيار كښې بهترۍ٬اقتصادي او معاشرتي پرمختګ لپاره د يوې وركنګ ډلې جوړولو اعلان هم شوې٬دواړو هېوادونو په كال 2019م كښې د پاكستان چين د دوستۍ كال لمانځلو پشمول د پاكستان او چين د اړوند ولايتونو او ښارونو ترمينځه د اړيكو او دوستۍ په ټينګولو هم اتفاق كړې۔د پاكستان لخوا د دې عزم پخلې شوې چې چين سره دوستي زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده او پوره قام چين سره په دوستۍ متفق دې او هر يو پاكستانې چين خپل بهترين دوست ګڼي٬د پاكستان او چين حكومت او اولس لخوا د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې د بشپړه مرستې او ملاتړ ستائنه شوې دغسې پاكستان په ون چائنا پالېسۍ عمل كوي او د پاكستاني قوم د اتحاد او پرمختګ په اړه د چينائي حكومت په هڅو او مرسته كولو مننه كوي۔په شريكه اعلاميه كښې وئېلې شوي دي چې د دواړو هېوادونو مشران به د شريكو دورو او د ملاقاتونو لړۍ روانه ساتي او دې سره سره به د دواړو هېوادونو مشران او اعلٰی چارواكي د ګڼ شمېر ملكونو كنفرنسونه او دستورې كول هم باوري كوي۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق كړې چې د دواړو هېوادونو د قانون ساز ادارو سره به اړيكې لا قوي كولې شي۔چين د پاكستان په پارلمان كښې د چائنه پاكستان فرينډ شپ ګروپ جوړولو هركلے كړې٬دواړو هېوادونو به دې خبره هم اتفاق كړې چې چين او پاكستان به د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو د ستراتېژېكي مذاكراتو نظام جوړوي او د نائب خارجه وزيرانو په كچه به سياسي مشاورت كولې شي۔دوي د سفارتكارو د تربيې د پروګرام په جاري ساتلو او د سفارتي پلاوو په تبادله هم د خوښۍ څرګندونه كړې۔په شريكه اعلاميه كښې د چين او پاكستان د اقتصادي لارې(سي پېك)په اړه وئېلې شوي دي چې وزيراعظم عمران خان د چينائي اولس مشر شي جن پنګ د يو سړك د يوې منطقې اقدام ستائېلو سره وئېلي دي چې دې سره به د سيمه ايزو او نړيوالو روابطو ودې مقصد په ترلاسه كولو كښې مرسته وشي۔دواړو هېوادونو د يو سړك يوې منطقې له مخې د نړيوالو چارو مرستې ودې او په ټول هېوادونو كښې د مساوي پرمختګ اوخوشحالۍ د موقعو وركولو د عزم څرګندونه هم كړې۔سي پېك به د بي آر آئي نظريې په عملي كولو كښې مرسته كونكې ثابت شي۔پاكستان او چين د سي پېك زر تر زره كولواو د توان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په كېدونكو چارو هم د اطمينان څرګندونه كړې۔دواړو هېوادونو په سباؤن كښې د سي پېك په اړه د شريك سوچ٬د دې روانو پروژو په وخت ترسره كولو٬د سماجي او اقتصادي پرمختګ په اړه د شته وسيلو نه په بشپړه توګه د استفاده كولو٬د روزګار موقعې پېدا كولو٬د خلكو د ژوند معيار ښه كولو٬صنعتي پرمختګ لپاره دوه اړخيزې مرستې زياتولو٬د صنعتي پارك جورولو او د زرعي څانكې پرمختګ لپاره د شريكو اقداماتو كولو د عزم پخلې هم كړې۔دواړو هېوادونو د سي پېك له مخې شريكې مرستې لپاره د نوې لارو په لټولو هم اتفاق كړې۔په دې لړ كښې دا پريكړه شوې چې د جي سي سي اتمه غونډه به د روان كال د ختمېدو نه وړاندې په بيجنګ كښې كېږي۔د سي پېك له مخې مرسته لا زياتولو لپاره دواړو هېوادونو اعلان كړې چې په پاكستان كښې به د خلكو ژوند ښه كولو اقتصادي او معاشرتي پرمختګ لپاره يوه وركنګ ډله جوړولې شي۔په شريكه اعلاميه كښې وئېلې شوي دي چې دواړه هېوادونه د سي پېك زر ترسره كولو پوخ عزم لري او په دې خبره اتفاق كوي چې دا پروژه به د ټولې منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره مرسته كونكې ثابته شي۔دې سره به په روابطو كښې د اضافې د لارې د منطقې په پرمختګ او خوشحالۍ كښې مرسته وشي۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق كړې چې د سي پېك په اړه ستونزې به د پاكستان او چين په ستراتېژېكي مذاكراتو٬سياسي مشاورت او په جي سي سي كښې د خبرو د لارې حل كولې شي۔د ګوادر اهميت تسليم كولو سره وئېلې شوي دي چې دې سره به نړيوالې رابطې او تجارت زيات شي او دا د سي پېك پروژې يو مهم عنصر دې۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق كړې چې په ګوادر كښې دې د بندر پشمول په نورو پرمختيائي پروژو د كار رفتار ګرندې كړې شي۔دواړو هېوادونو د سي پېك په اړه زياتېدونكې منفي پروپېګنډا رد كړې او د دې خواهش څرګندونه يې كړې چې د سي پېك پروژو ته به د هر ډول خطرو څخه مكمل تحفظ وركولې شي۔پاكستان په هېواد كښې په روانو بېلا بېلو معاشي پروژو د كار كونكو چينايانو كردار ستائېلې او د چين لخوا په پاكستا كښې په روانو پروژو او هلته د چينائي وګړو تحفظ او سلامتيا لپاره په شويو اقداماتو د اطمينان او خوشحالۍ څرګندونه شوې۔د تجارت سرمايه كار او مالي مرستې په اړه شريك بيان كښې وئېلې شوي دي چې دواړو هېوادونو شريكې اقتصادي رابطې لا پراخا كولو او په مستحكم كولو اتفاق كولو سره وئېلي دي چې د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې به د دوه اړخيزه مرستې زياتولو سره سره دې ته بنيادي اهميت وركولې شي۔دواړو هېوادونو د پاكستان د صنعتي صلاحيتونو په زياتولو هم اتفاق كړې چې پكښې په ترجيحي څانګو كښې شريكې پروژې جوړول د افرادي قوت ګرانېدو له امله د صنعتونو منتقلي او د وړوكې او مينځنۍ درجې د كاروباري ادارو په څانګه كښې د شريكې مرستې زياتول شامل دي۔دواړو هېوادونو د شريك تجارت اضافې ته اهميت وركولو سره په دې خبره اتفاق كړې چې د تجارت د توازن نشت والي ستونزو خاتمې لپاره به كوټلي اقدامات كولې شي۔د تجارتي پلاوو بدلون٬د كركيلې او آئي سي ټي د مصنوعاتو په اړھ منډيو ته رسنه او د كسټم پشمول د نورو ستونزو خاتمه او آسانې به زياتولې شي۔په دې لړ كښې دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق كړی چې د پاكستان او چين آزاد تجارت د لوظ نامې د دوهم پړاؤ به زر تر زره جاج اخستلې شي او د خذماتو په څانګه كښې به د پاكستان او چين د تجارت په لوظ نامه د مذاكراتو عمل روان ساتلې شي۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د شريكې معاشي مرستې استحكام لپاره به د چين پاكستان بزنس كونسل پشمول د نورو ذريعو څخه هم د استفادې له مخې اوسنې اقتصادي مرسته لا پراخا او مستحكم كولې شي۔د پاكستان او چين بزنس كونسل د چين د كونسل فار پروموشن آف انټرنېشنل ټرېډ او د پاكستان د صنعت او تجارت د وفاقي ايوان په نمائندګانو مشتمل دې او په دې كښې د دواړو هېوادونو د سټاك ايكسچېنج استازي هم شامل دي۔داوړو هېوادونو د راتلونكي كال په پېل كښې د جوائنټ اكنامك كمېشن د راتلونكې غونډې په كولو هم اتفاق وكړو۔دواړه هېوادونه د پيپلز بانك آف چائنا او د پاكستان د سټېټ بانك ترمينځه د دوستۍ مرستې ته بنيادي اهميت وركوي۔دوي د كرنسي سوېپ ايګريمنټ په عملي كولو د اعتماد څرګندونه وكړه او د دواړو هېوادونو د مالياتو او بينكارۍ په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې لا پراخا كولو په ضرورت يې اتفاق وكړو۔دواړو هېوادونو د پاكستان او چينائي بانكونو ترمينځه په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه دغسې د سېلګرۍ ودې لپاره د دوه اړخيزه مرستې په لا مستحكم كولو هم اتفاق وشو۔د وزيراعظم عمران خان د چين دورې پھ موقع جاري شوې په شريكه اعلاميه كښې ميرين٬سائنس او ټېكنالوجۍ سپيس ماحولياتو او د كركيلې په څانګو كښې د مرستې په اړه دواړو هېوادونو د پالېسۍ مذاكراتو او د ستراتېژېكي روابطو په اړه د مرستې په زياتولو اتفاق كړې او د پاكستان او چين د ميري ټائم مرستې په مذاكراتو د اطمينان څرګندونه شوې۔دواړو هېوادونو د نيوي ګېشن سېكورټي٬ميرين اكانومي٬د سمندري وسيلو كارولو٬د نويو وسيلو لټولو ٬د ميرين سائټيفيك ريسرچ او د سمندري ماحولياتي تحفظ په لړ كښې د دوه ا ړخيزه مرستې د عمل په جاري ساتلو هم اتفاق كړی دغسې دواړو هېوادونو د نوې او جديد ټېكنالوجيز ٬نينو ټېكنالوجي٬بائيو ټېكنالوجي او د آئي سي ټي په څانګو كښې د شريكو اړيكو په لا پراخا كولو او ژور كولو هم اتفاق كړې كومې چې د روغتيا٬كركيلې٬د اوبو٬توان او د غذائي تحفظ په څانګو كښې د استعمال د لارې د اولس په ژوند كښې بهتري راوستلې شي۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق شوې چې د 2020-2012 د سپيس كوآپرېشن آؤټ لائن له مخې به د چائنه نېشنل سپيس اېډمنسټرېشن او د پاكستان د سپاركو ترمينځه مرسته زياتولې شي۔د پاكستان د خلائي سيارچې د روان كال په پېل كښې په روانېدو د اعتماد څرګندونې سره دواړو هېوادونو د خلائي ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د شريكې مرستې په لا مستحكم كولو اتفاق كړې۔دواړو هېوادونو په دې هم اتفاق كړی چې د مينډ سپيس په څانګه كښې د مرستې اضافې په اړه به د چين د مينډ سپيس انجينئرنګ دفتر او د سپاركو ترمينځه د مرستې د فريم ورك لوظ نامه لاس ليك كولې شي۔دواړو هېوادونو د موسمياتي بدلون٬ډي سيلينېشن٬واټر منيجمنټ٬په ځنګلاتو كښې اضافې٬د ايكولوجيكل بحالۍ٬د ساحلي سيمو تحفظ او بحالۍ٬د ځنګلي حيات تحفظ٬د ځنګلاتو څانګې پرمختګ٬د قدرتي آفتونو څخه بچ كېدو او د زيان كمولو پشمول د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې د مرستې په زياتولو هم اتفاق كړې۔د پاكستان لخوا د كركيلې په څانګه كښې د چين د لويو كاميابو اعتراف شوې او دواړو هېوادونو د كركيلې په څانګه كښې د اوسنۍ مرستې زياتولو پشمول د شريكې مرستې د نويو لارو په لټولو هم زور راوړې۔په سماجي څانګه كښې د مرستې په اړه په شريكه اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان په چين كښې د غربت د خاتمې د ماډل څخه استفاده كول غواړي٬د كومې د لارې چې د تېرو 40 كلونو په موده كښې 700 ملين خلك د غربت څخه ويستل شوي دي۔چين پھ پالېسي مذاكراتو كښې اضافې٬د تجربو څخه استفادې او د غربت خاتمې لپاره د پاكستان د مرستې پشمول په پاكستان كښې د غربت خاتمې لپاره په روانو پروژو كښې په مرسته هم راضي دې۔د چين لخوا به د كركيلې٬تعليم٬روغتيا٬غربت خاتمې٬د څښكلو پاكو اوبو او د وظيفائي تربيې په اړه هم مرسته روانه وي۔دواړو هېوادونو په هېلت كيئر٬طب او سرجيكل علاج كښې د مرستې په زياتولو هم اتفاق كړې۔دواړو هېوادونو په ناروغو قابو موندلو لپاره د واكسين تيارولو پشمول د رواياتي داروګانو تيارۍ لپاره په مرسته زياتولو هم اتفاق كړې٬پاكستان د بدعنوانۍ خاتمې لپاره د چين بې مثاله هڅې ستائېلو سره وئېلي دي چې د دې په نتيجه كښې ډېرې لويې كاميابۍ ترلاسه كړی شوې دي۔پاكستان د بدعنوانۍ خاتمې په اړه د چين د تجربو څخه استفاده كول غواړي٬د اولسونو ترمينځه د روابطو او د كلتوري اړيكو په اړه په شريك بيان كښې وئېلې شوي دي چې دواړه هېوادونه به د اولسونو روابطو او د كلتوري پلاوو تبادلې او د دواړو هېوادونو اولس ته د يو بل هېواد ته د تللو موقعې زياتوي دغسې د پلاوو تبادلې لپاره د ويزې په آسانيو كښې په بهترۍ هم اتفاق شوې۔دواړو هېوادونو په كال 2019م كښې د پاكستان او د چين د دوستۍ كال او د سسټر سي ټيز كال لمانځلو پشمول د پاكستان او چين د اړوند ولايتونو او ښارونو ترمينځه د اړيكو او د دوستۍ په وده هم اتفاق كړې۔په دې هم اتفاق شوې چې په صوبائي او ځايې كچه د مشرانو د پلاو تبادلې او مذاكرات به باوري كولې شي۔دواړه هېوادونه پھ دې هم متفق دي چې د منطقې هېوادونو ترمينځه روابط به زياتولې شي او په خاص توګه د معيشت ٬تجارت٬ټرانسپورټ٬توان٬صنعت٬سېلګرۍ٬تعليم٬روغتيا پشمول د اولسونو په روابطو كښې به اضافه كولې شي۔دوي په دې هم اتفاق كړې چې د شريكې ډګرۍ او د زده كونكو د تبادلې پروګرام له مخې به د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمينځه مرسته زياتولې شي او د لوړو زده كړو د ادارو روابطو ته به وده وركولې شي۔چين د پاكستان زده كونكو لپاره يو مهم هېواد دې او په دې وخت كښې د چين په پوهنتونونو كښې تر 25 زرو پورې پاكستاني زده كونكي زده كړې كوي٬چين به د پاكستان نورو زده كونكو ته اضافي وظيفې جاري كوي۔چين د چين په پوهنتونونو كښې مطالعه پاكستان او اردو ژبې تعليم پشمول د پاكستان په پوهنتونونو كښې د چينائي ژبې د علومو د ودې د عزم څرګندونه وكړه۔دواړو هېوادونو د لوړو زده كړو له مخې د يو بل په هېوادونو كښې د ډګرو٬ډپلومې او د اسنادو زر تر زره پھ تسليم كولو هم اتفاق وكړو۔چين وظيفائي او فني تربيې لپاره د پاكستان د مرستې په جاري ساتلو هم اتفاق وكړو چې دغسې د سي پېك پروژو لپاره هنرمند افرادي قوت تيار كړې شي او په پاكستان كښې د فني او وظيفائي تربيې ادارو او د تربيتي عملې د كار استعداد زيات كړې شي۔دواړو هېوادونو د كنفرنسونو٬سېمينارونو او د فيلو شپس د لارې د دواړو هېوادونو د تهنك ټينكس په تبادلو كښې په اضافه كولو هم اتفاق وكړو۔دواړه هېوادونه به د خپل مېډيا هاؤسز د لارې د خبريالانو او د مېډيا ملازمينو تربيې او د پلاوو تبادلې ته هم وده وركوي دغسې دواړو هېوادونو د كلتور٬آرټس٬براډ كاسټنګز٬فلمز٬پبليكشنز او د سپورټس ودې د لارې د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتوري لوظ نامې له مخې په ايګزېكتو پروګرام كښې د مرستې په لا زياتولو اتفاق كړې۔دواړه هېوادونه به د ميوزيمز او د كلتوري ورثې پشمول د دستكارۍ ودې لپاره هم اقدامات كوي۔دواړه هېوادونه به په بيجنګ كښې د ګندهارا كلتور او د پاكستان لويې كلتور ودې لپاره د نندارتون كولو جاج اخستلو لپاره هم اقدامات كوي۔دوي د لوبو په څانګه كښې د مرستې په زياتولو هم اتفاق كړې او د لوبو اړوند چارواكي به په دې لړ كښې مذاكرات كوي۔دواړه هېوادونه به د يو بل د كلتور ودې لپاره د كتابونو ترجمې او د دې د خپرولو انتظام هم كوي چې ورسره به اولسي روابط زيات شي۔د اعلاميې له مخې دواړو هېوادونو د چين پاكستان يوت كميونيكېشن كمېټۍ په جوړوول اتفاق كړې كومه به چې د ځوانانو د پلاو تبادلې او د دوي ستونزې ختمولو لپاره اقدامات كوي دغسې د دفاع٬امنيت او د ترهه ګرۍ په ضد اقداماتو لپاره د شريكې مرستې په اړه په جاري شوې اعلاميه كښې وئېلې شوي دي چې دواړه هېوادونه دفاعي مرستې په اعلٰی كچه د پلاوو د دورو او د وسله والو ځواكونو د اړوند څانګو د پلاو په تبادلو اتفاق كوي چې ورسره به د چين پاكستان د ډيفنس او سېكورټي مشاورت نظام٬د پوځي مشقونو په اړه په مرسته كښې اضافه٬تربيتي مرسته٬د چارواكو تبادلې٬د آلاتو او ټېكنالوجۍ په اړھ دوه اړخيزه مرسته لا زياته شي۔دواړو هېوادونو د درې بدو چارو چې پكښې انتهاخوښي٬ترهه ګري او بېلتون غوښتنه شاملې دي٬په ضد د مرستې په زياتولو هم اتفاق كړې۔دواړه هېوادونه به ستراتېژېكي مذاكرات٬د ترهه ګرۍ خاتمې او د سېكورټي مشاورت عمل اضافې او د دې څخه استفاده زياتولو لپاره په اړوند څانګو كښې شريك روابط او مرسته زياتوي۔چين د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د عزم او هڅو د مرستې د عزم پخلي كولو سره پاكستان ته د ترهه ګرۍ د خاتمې حكمت عملۍ لپاره د بشپړه مرستې باور وركړې او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستانيانو د لويو قربانو ستائنه كولو سره يې وئېلې دي چې د پاكستان د كاميابو په نتيجه كښې د منطقې او نړيوال امن او سلامتيا په وده كښې ډېره مرسته شوې٬چين د ترهه ګرو د مالي مرستې خاتمې په اړه په پاكستان كښې د مالياتي قانون سازۍ مستحكم او موثره كولو د هڅو هم ستائنه كړې او ټولو اړوند ډلو ته يې وئېلي دي چې هغوي د ترهه ګرخاتمې لپاره د پاكستان د هڅو په رښتينې معنٰی جاج واخلي٬د پاكستان لخوا د چين سلامتيا او د بېلتون غوښتنې خاتمې لپاره د شويو اقداماتو او د ايسټ تركستان اسلامك موومنټ پشان د انتهاخوښو خاتمې په اړھ د خپل بشپړ ملاتړ د عزم پخلې كړې۔د نړيوالو او سيمه ايزو ستونزو په اړه د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په موقع جاري شوي په شريكه اعلاميه كښې وئېلې شوي دي چې دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې د قوانينو او د دې د مقاصدو په اړھ د خپل عزم پخلې كوي كوم چې نړيوال امن او سلامتيا او د جنګ جګړو څخه تحفظ لپاره ضروري دې٬دوي په شريكه د ګڼ ملكي پلاوو په تبادلو او د آزاد تجارت پشمول د مساوي مرستې په ضرورت هم اتفاق كړې او دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د اصلاحاتي ايجنډې په مرسته اتفاق كولو سره وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه دې په دې عمل وكړي٬د تېرو څو كلونو څخه د ملګرو ملتونو د امن په نړيوالو هڅو كښې تر ټولو د لويې شراكتدار په توګه دواړو هېوادونو پالېسي مشاورت٬ د كار استعداد زياتولو او امن لپاره د يو بل د ښه تجربو نه په استفاده كولو هم اتفاق كړې۔پاكستان او چين پھ دې خبره باوري لري چې امن٬پرمختګ٬مرسته او مساوي سلوك د منقطې اولس لپاره ضرورې دې٬د ټولو قومونو مرسته او د پائيدارې سلامتيا پشمول د نورو ستونزو خاتمې لپاره د منطقې د هېوادونو شريك اعتماد لپاره به شريك اقدامات كول وي چې دغسې د ټولو هېوادونو د پرمختګ او خارجه پالېسو پشمول په نورو څانګو كښې د خپلواكه پريكړو احترام وكړې شي٬چې دغسې د منطقې امن او استحكام شريكې هڅې زياتې كړی شي۔د شريك بيان له مخې دواړه هېوادونه په دې خبره باور لري چې امن استحكام او شريكه مرسته د سوئېلي آسيا پرمختګ او خوشحالۍ لپاره ضروري ده او د ټولو ډلو په شريكه ګټه ده۔دواړو هېوادونو پھ منطقه كښې پوخ امن٬استحكام٬خوشحالۍ٬پرمختګ او سلامتيا لپاره د مذاكراتو د لارې د اوږدې مودې نه د روانو شخړو د خاتمې او د سيمه ايزې مرستې د ودې پھ اهميت هم زور راوړې۔چين د مذاكراتو او د مرستې د لارې د يو بل عزت مساواتو او د پاكستان او هند په اړيكو كښې بهتري او د دواړو هېوادونو ترمينځه پخوانۍ شخړې د مذاكراتو د لارې حل كولو لپاره د پاكستاني اقداماتو بشپر ملاتړ كوي او د دې عمل ستائنه كوي۔پاكستان د سارك په پليټ فارم د چين د موثر ګډون او په مرسته د چين مننه كوي۔دواړو هېوادونو د افغانستان په مسئله د مرستې په زياتولو اتفاق كړی او وئېلې يې دي چې پاكستان او چين په افغانستان كښې د امن او تفاهم په عمل كښې د افغان اولس او افغان مشرتابه د ګډون ملاتړ كوي۔چين د پاكستان او افغانستان ترمينځه په ټولو څانګو كښې د شريكې مرستې اضافې لپاره د افغانستان٬پاكستان ايكشن پلان فار پيس اينډ سوليډريټي له مخې د پاكستان او افغانستان د نزدې مرستې ستائنه وكړه۔دواړه هېوادونه د چين٬افغانستان اوپاكستان د خارجه وزيرانو په كچه د مشاورت په اهميت اتفاق كوي د كوم مقصد چې شريك پرمختګ او خوشحالۍ او امنيت لپاره ضروري دې او دې سره به په افغانستان كښې د سولې او استحكام په وده كښې مرسته وشي۔دواړه هېوادونه سږ په افغانستان كښې د درې اړخيزه خارجه وزيرانو د مذاكراتو د كوربتوب هم ملاتړ كوي۔پاكستان او چين په شريك بيان كښې په مينځني ختيز كښې د شخړو خاتمې لپاره د نړيوال قانون په تناظر او د يوبل د عزت او احترام په بنياد د سوله ايز حل په اهميت زور راوړې۔دواړه هېوادونه پھ دې اتفاق كړې چې جے سي پي او اے يو مهم فورم دې چرته چې د ګڼ ملكي ستونزو مسئلې حل كېدې شي۔او دې سره د سفارتكارۍ او مذاكراتو د لارې پيچلې ستونزې ختم كېدې شي۔دوي ټولو ګوندونو ته ووئيل چې هغوي د مذاكراتو د لارې د ټولو شخړو خاتمې لپاره خپل وركړی شوې باور عملي كړي۔دوي د يو اړخيزه پريكړو او د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزۍ د اقداماتو مخالفت هم وكړو۔دواړو هېوادونو د ګڼ ملكي٬خطرناكو وسلو په كنټرول او د وسلو د بې ځايه استعمال د مخ نيوي د عزم پخلې هم وكړو۔دوي د وسلې خاتمې په اړه په دوه مخي معيار اندېښنه وښودله او وې وئېل چې په دې لړ كښې دې د اوږدې مودې نه په روان قانون عمل وكړې شي٬چين د نړۍ څخه د وسلې زغل ختمولو په تحريك كښې د پاكستان د كردار او اقداماتو ملاټړ او ستائنه كوي۔په دې لړ كښې چين په سول نيوكليئر سپلائر ګروپ كښې د پاكستان د ګډون او د اېن اېس جي هدايات عملي كولو لپاره د پاكستاني كردار ملاتړ كوي۔د نړيوالې ترهه ګرۍ خاتمې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د سلامتي كونسل په قراردادونو د ټولو غړو هېوادونو لخوا د عمل كولو لوظونه وريادولو سره پاكستان او چين په ټولو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بندېزونو او د اېف اے ټي اېف د لوظ نامو د خلاف ورزۍ نه كولو په ضرورت زور راوړو۔پاكستان او چين د مشاورت په بنياد د نړيوالې ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د جامع اقداماتو په ضرورت زور راوړو۔دواړو هېوادونو د شريكې خوښې په چارو په سيمه ايزه او نړيواله مرسته او د شراكتدارۍ په استحكام هم اتفاق وكړو او د ملګرو ملتونو٬شنګهائي مرستې تنظيم٬سارك٬آسيا اروپاﺀ غونډه٬آسيان ريجنل فورم او د كنفرنس آن انټراكشن او كانفيډينس بلډنګ٬ميئرز ان اېشيا پشمول د سيمه ايزو او نړيوالو ادارو څخه بشپړه استفادې لپاره د ټولو هېوادونو ترمينځه د نزدې روابطو او مرستې په ځاې ساتلو په ضرورت هم زور راوړو۔چين د شنګهائي مرستې په تنظيم كښې د پاكستان د غړيتوب هركلې كوي او په جون 2018 كښې په كنګ ډاؤ كښې په اېس سي او سمټ كښې د پاكستان د موثر كردار او ګډون ستائنه كوي۔د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په موقع دواړو هېوادونو د شريكې خوښې چارو او د مسئلو خاتمې لپاره 15 بېلا بېلې لوظ نامې او د تفاهم يادښتونه هم لاس ليك كړې دي۔وزيراعظم عمران خان د چين مشرتابه او اولس لخوا د دورې پھ مهال د ده او د ده د پلاوي په تود هركلي كولو او په غوره مېلمستيا كولو د دوي مننه كړې او د چين مشرتابه ته يې د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړې ده