پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي

image
APP17-12 ISLAMABAD: November 12 - H.E. Jean François Cautain, Ambassador of the European Union called on Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting. APP

اسلام آباد 12 نومبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير جين فرانسكوئس ليدلې دي۔په دې موقع وفاقي وزير په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬د اروپائي ائتلاف سره اړيكې په شريكو جمهوري اقدارو او احترام اډانه دي٬د پرمختګ٬بشري حقونو او د قانون حكمرانۍ شريك مقصد به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده ووئيل پاكستان كښې مېډيا بشپړه آزادي لري ٬حكومت د رايو څرګندونې په بنيادي او آئيني حق باور لري او د مېډيا پرمختګ له آسانۍ وركوي٬حكومت”نوې پاكستان”په اصلاحاتي ايجنډا عملدرآمد له لوظي دے۔ده ووئيل د انفارمېشن كمېشن جوړېدو سره تر اطلاعات رسنې قانون نافذ شوې٬د انفارمېشن كمېشن جوړول يو تاريخي اقدام دے٬ ده ووئېل سپيځلې حكمرانۍ له تر اطلاعاتو رسنې ته اړتيا ده۔ وفاقې وزير ووئيل حكومت په لاندې كچه وګړو له آسانيو وركولو له ځايې حكومتونه خپلواكه كوي٬د اصلاحاتي ايجنډې د لارې د معيشت ښه والې٬تعليم٬صحت او كركيلې پشمول ماحولياتي بدلون په څانګه كښې د ښه والي اهداف به ترلاسه كولې شي۔د اطلاعات وزير د فلم او كلتور په اړه د اروپائي ائتلاف سره په مرستې زياتولو زور راوړلو سره ووئيل اروپائي ائتلاف فلم جوړونكي دے بايد د پاكستان د ښكلې منظرونو عكس بندي وكړي۔ده ووئيل سېلګرۍ ته وده وركول او كرپشن ختمول زمونږ د ايجنډې برخه ده۔په دې موقع جين فرانسكوئس وئيل پاكستان او اروپائي ائتلاف قوي اقتصادي اړيكې لري٬مونږ په شريكو ګټو اډانه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړو۔د اروپائي ائتلاف سفير د كرپشن ختمولو٬تعليم٬صحت او سماجي او معاشي پرمختګ مقاص

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں