مونږ د ګورنر راج خبره كله هم نه ده كړې

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي مونږ د ګورنر راج خبره كله هم نه ده كړې٬په مراد علي شاه د كرپشن تورونه لګېدلې ځكه مونږ د هغه د استعفٰی خبره كوو٬بلاول بهټو زرداري خوپش فهمۍ لرې٬هغه د پاكستان تاريخ نه دې لوستلې٬په سندھ كښې زيات وزيران د لوټ مار كولو برخه نه دي٬دوي د تبديلۍ ملګرتيا كول غواړي۔د نهې په ورځ د نجي ټي وي په پروګرام كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وړومبۍ خبره خو دا ده چې زمونږ ګوند د ګورنر راج خبره كله هم نه ده كړې ٬ دا يوازې قياسونه دي٬مونږ د مراد علي شاه د استعفٰی خبره ځكه كوو چې د هغه په ضد د كرپشن تورونه رامخې ته شوي٬ ده ووئېل زمونږ دوه وفاقي وزيرانو د تورونو نه پس استعفٰی وركړی وه ٬ نو زمونږ دريځ هم دا دے چې بايد دغه اصول په سندھ كښې هم لاګو شي او بايد مراد علي شاه د خپلې چوكۍ نه استعفٰی وركړي او كه د هغه په ضد تورنه غلط ثابت شول نو هغه بېرته وزيراعلٰی جوړېدې شي٬ د بلاول بهټو لخوا په يوه اونۍ كښې د حكومت ختمولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بلاول بهټو زرداري خوش فهمۍ سره مخ دے خو ظاهره ده چې هغه سياستدان دے ٬د خپلې خبرې كولو او حكمت عملۍ وضعه كولو حق لري ٬ خو حقيقت دا هم دې چې په دې وخت كښې د بلاول بهټو سياست نشته ٬ هغه له پريكړه كول دي چې په دې وخت كښې د چا څه پوزېشن دې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل بلاول بهټو زرداري د پاكستان تاريخ نه دې لوستلې دلته خو په دريو كښې د دوو اكثريت بله ورځ بدلېږي او دلته خو ټول فرق هم د 28 يا 30 خلقو دې۔ده ووئيل مسئله دا ده چې په سندھ كښې ډېر وزيران شته كوم چې د لوټ مار كولو برخه نه دي۔په داسې وزيرانو كښې دا سوچ راپیدا كېږي چې موڼږ ولې د سندھ خلقو سره غداري وكړو او د سندھ د پيسې لوټ كوونكو ملګرتيا وكړو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پيپلز ګوند يو مهم سياسي ګوند دې او مونږ د يو سياسي ګوند په توګه د پيپلز ګوند احترام كوو خو بدلونونه د سياست برخه وي او تاسو به اوګورۍ

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں