د شريف برادران پشمول هېواد لوټ كوونكي د قانون منګولو ته سپارلو سره سزا وركول دي۔ نعيم الحق

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف لارښود او د وزيراعظم سلاكار نعيم الحق وئيلي دي چې د شريف برادران پشمول هېواد لوټ كوونكي د قانون منګولو ته سپارلو سره سزا وركول دي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په پېنډې پرېس كلب كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې حكومت مالي بحران سره مخ دے خو پاكستان د زرين دور په پلو روان دے۔ نعيم الحق ووئيل چې شېخ رشيد د شهباز شريف په ضد سترې محكمې ته روان دے٬ په قانوني نقطه ده سترې محكمې ته مراجعه كړې خو وزيراعظم سره هغه هېڅ اختلاف نه لري۔ ده ووئيل چې وزيراعظم خبريال شاهد مسعود ته د هتكړو اچول كېدو نوټس اخستې٬ په زندان كښې مې شاهد مسعود سره ملاقات كړے۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں