حکومت د متبادل توان په پاليسۍ كار كوي٬ د نمر ٬ سيلۍ او د اوبو څخه به د برېښنا پېداوار زياتوٶ

image
APP36-17 ISLAMABAD: January 17 - Federal Minister for Power Division, Omar Ayub Khan in a meeting with Chinese Ambassador to Pakistan, H.E. Yao Jing at his office. APP

اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير عمر ایوب خان وئيلي دې حکومت د متبادل توان په پاليسۍ كار كوي٬ د نمر توان ٬ سيلۍ او د اوبو څخه به د برېښنا پېداوار زياتوٶ ٬ تر كال 2025 به په مجموعي توګه د متبادلې برېښنا پېداوار 20 فيصده او تر كال 2030 به 30 فيصده ته ورسيږي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاكستان كښې د چين سفير ژاؤ جنګ سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ عمر ایوب ووئيل حکومت د متبادل توان په پاليسۍ كار كوي٬ د لمر ٬ سيلۍ او د اوبو څخه به د برېښنا پېداوار زياتوٶ ٬ تر كال 2025 به په مجموعي توګه د متبادلې برېښنا پېداوار 20 فيصده او تر كال 2030 به 30 فيصده ته ورسي۔ په دې موقع د چين سفير ووئيل سي پېك منصوبو كښې پاور سېكټر ډېر اهميت لري٬ د چين سرمايه كار پاكستان كښې د متبادل توان ذريعو څخه د برېښنا پېداوار له خوښي لري۔ وفاقي وزير په دې موقع د چين سفير د برېښنا غلا مخنيويې لپاره د پاور ډويژن د كمپائن نه خبر كړو۔ وفاقي وزير د بېلو وېش كمپنو لخوا د سمارټ ميټرز لګولو په اړه هم سفير خبر او د چين سرمايه كارو ته ئې په پاكستان كښې د سمارټ ميټرز جوړولو عمل له د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں