په كشميري اولس د هند ظلمونو او بربريت نه ټوله نړۍ خبر ده۔ د هند لخوا د كشميري اولس د هڅو جذبې ته د ترهګرۍ نوم وركولو ډرامه په ډاګه شوې ده۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لندن كښې ميډيا سره خبرې

image

لندن ۔ 5 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي په كشميري اولس د هند ظلمونو او بربريت نه ټوله نړۍ خبر ده۔ د هند لخوا د كشميري اولس د هڅو جذبې ته د ترهګرۍ نوم وركولو ډرامه په ډاګه شوې ده۔ په لندن كنفرنس كښې د كشميريانو غږ ټولې نړۍ ته رسېدلې دې۔ برطانوی پارلمان څخه حكومتي او د مخالفې ډلې غړي كنفرنس كښې موجود وو۔ غونډه كښې د كشمير په مسئله د رايو په اتفاق سره قرارداد هم منظور كړې شو۔ هندي دانشورانو په خپله ووئيل چې كشمير سره اړوندې پالېسۍ ته به بيا كتنه كول وي۔ هند ددې غونډې منع كولو بشپړه هڅې كړې۔ د پاكستان ټول سياسي ګوندونه په غونډه كښې موجود وو او ښكاره پېغام ئې وركړو چې د كشمير په مسئله حكومت سره سره ټول سياسي ګوندونه يو موټي دي۔ ده تېره ورځ لندن كښې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د اكتوبر په 30 مه نېټه د آل پارټیز پارلیمانی ګروپ راپور شائع شو په كوم كښې چې په كشميري اولس روان ظلمونه په ډاګه كړې شول۔ ددغې وروستو د هند دننه څخه آوازونه پورته كېدل پېل شو۔ ده ووئيل مونږ هر كال د فرورۍ 5 مه نېټه كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې په توګه لمانځو ولې دا ځل مو پرېكړه وكړه چې دا ورځ به هاؤس آف کامنز كښې نړيوال جموں و کشمیر کانفرنس كښې ګډون كولو سره لمانځو۔ زمونږ په دې پرېكړه هند ته سخته اندېښنه وه او ددې كنفرنس مخه نيولو له ئې هڅې پېل كړې۔ نن په دې كنفرنس كښې د پاكستان د ټولو سياسي ګوندونو نمائندګي موجود وه۔ لارډ قربان د كانفرنس په پايه كښې يو قرارداد وړاندې كړو كوم چې ما توثيق كړو او ټولو ګوندونو وار په وار ددې تصديق وكړو۔ ده ووئيل زه برطانيه كښې پاكستاني هائي كمشنر نفيس زكريا او دده ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ جاري ساتي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هند كوم درېم فريق ته د لاس وهنې اجازه نه وركوي۔ چې دا زمونږ د دواړو مسئله ده۔ په يو اېن جي اے كښې چې كله ملاقات ټاكلې شي نو ششما سوراج ئې منسوخ كړي۔ خارجه وزير ووئيل د مير واعظ پاسپورټ د 7 كلونو څخه ضبط كړې شوې دې۔ هغه راتلل غواړي او برخه اخستل غواړي۔ ولې د جمهوريت ادعا كوؤنكي ده ته پاسپورټ نه وركوي۔ ده ووئيل د علي ګېلاني هم مننه كوم چا چې د خپلو جذباتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د یاسین ملک كورودانې زمونږ په سپيكرانو كښې يوه سپيكره وه۔ ددې نوم شامل وو ولې دې ته وېزه ترلاسه نه شوه۔ مونږ دا راوستل غوښتل۔ كله ددې وېزه مسئله شوه او كله د هند حكوت د لارې خنډ شو

مضمون کا ماخذ : loteria estadual
متعلقہ مضامین
مزید خبریں