د قبائيلی ضلعو په تندۍ سره ترقۍ ته پام لرنه كوو

image
APP60-15 PESHAWAR: February 15 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting regarding administrative and security measures taken for formerly FATA areas at Governor House. APP

پېښور 15 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د قبائيلی ضلعو د اولس په تندۍ سره ترقۍ ته پام لرنه كوو ٬ وفاق او صوبه به په ګډه د قبائيلي ضلعو كوټلي پرمختګ او د اولس محرومۍ لري كولو لپاره يو پراخه او د ټول عمري پرمختيائي عمل له ګامونه پورته كوي٬ د ښو او كوټلو امنيتي اقداماتو په نتيجه كښې امن راغلې٬ د پخوانۍ فاټا اولس د سخت وخت نه رابهر شوي ٬ دوي ته به د صحت انصاف كارډز وركوٶ چې ورسره به دوي تر 7لكه 20 زره روپو د وېاړ درملنې آسانيو څخه استفاده كولې شي۔ وزيرعظم د دې خيالاتو څرګندونه د خپلې يوې ورځنۍ دورې په مهال پښور كښې درېو بېلا بېلو غونډو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم وړومبۍ غونډه شاه فرمان او محمود خان سره كړې٬ دوهم غونډه ئې د اېپكس كمېټۍ چې پكښې د نوې شاملو شوو ضلعو پشمول صوبه كښې د امنيتي وضعې او د نوې جوړې اېډوائزري كمېټۍ د سمت تعين او د كار جاج اخستل وٶ او درېمه غونډه وزيراعظم صو بائي وزيرانو سره كړې۔ په دې موقع اعلٰې وزير محمود خان صوبه او د پخوانۍ فاټا د نوو ضلعو صوبه كښې د انضمام په نتيجه كښې د شوي پېشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل د نوو ضلعو تعمير او بحالۍ ٬ د پرمختيائي لائحې او د اولسي محرومو بشپړه روډ مېپ لپاره د صوبائي حكومت تل عمري لپاره لائحه خپله كړې۔ وزیراعظم په دې موقع خپلې وېنا كښې ووئيل صوبائي وزيران دې د قبائيلي سيمو دوره وكړي او د خپلو څانګو تر دغې سيمو پراختيا دې نګراني وكړي ٬ ده ووئېل د سعودي شهزاده دورې سره به پاكستان كښې سرمايه كاري زياته شي٬ غربت به كم شي ٬ د بېت المال او سوشل سفټي نېټ د لارې به اولس پخپلو ښپو اودروٶ٬ قبائيلو سره په ټولو لوظونو مرحله وار عمل پېل شوې٬ ده ووئېل د قبائېلو آبادکاري ،د بيا رغونې او د روزګار ذريعې پېدا كول او د دوي پرمختګ لپاره ھڅې

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں