تعليم وزات كښې به هر لس ورځې پس د ځنډېدونكو فائلونو جاج اخستلې شي

image
APP61-13 ISLAMABAD: March 13 - Federal Minister for Education and Professional Training, Shafqat Mahmood chairing a briefing on progress on various initiatives of the Ministry of Federal Education and Professional Training. APP

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود امر كړې چې په سمدستي توګه دې په وېډ لاك جامع پاليسي جوړه كړې شي٬ د تعليم وزات كښې به هر لس ورځې پس د ځنډېدونكو فائلونو د جاج اخستو پرېكړه شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال خپلې وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د ځنډ ښكار فائلونه دې زر تر زره ترسره كرې شي٬ ده ووئېل په سمدستي توګه وېډ لاك جامع پاليسۍ جوړول او يو ډول تعليمې نصاب باوري كړئ۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د وزارت په بېلا بېلو چارو او د منصوبو په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل په تعليم وزارت كښې اي فائلنګ نظام معرفي كړې شوې، د تعليم وزارت كښې وېډ لاك پاليسۍ لپاره دېر درخواستونه رارون دي۔ د تعليم وزير ته د بېن الصوبائي وزيرانو كنفرنس په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ په غونډه كښې د تعليم يو ډول نصاب جوړولو او د قامي نصاب كونسل د كار هم جاج واخستلې شو۔

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں