د عمران خان د 22 كلونو محنت ٬ مونږ لوئې منزل ته رسېدو سره كاميابي ترلاسه كړې۔ د سائنس اېنډ ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وېډيو پېغام ۔ د پي ټي آئي تاسيس ورځې په مهال د مباركۍ پېغام

image

اسلام آباد ۔ 27 اپرېل (اے پی پی) د سائنس اېنډ ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د عمران خان د 22 كلونو محنت دې او داسې كارمندان هم شته كومو چې پي ټي آئي كښې 22 كاله هڅې كړي دې٬ مونږ لوئې پړاؤ ته رسېدو سره كاميابي ترلاسه كړې ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ يو وېډيو پېغام كښې وكړه۔ ده پي ټي آئي فرانس ته د تاسيس ورځې په مهال د مباركۍ پېغام كښې ووئيل تحريك انصاف يو پړاؤ څخه تېرېدو سره حكومت كښې راغلې۔ اوس لا ستاسو محنت ختم شوې نه دې۔ نظام به هم بدلول وي۔ ده ووئيل عمران خان چې كوم مقصد لپاره ګام پورته كړې ملګرتيا به ئې كوو۔ ده ووئيل نظام بدلولو له به خپلې هڅې روانې ساتو

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں