د پاكستان تحريك انصاف حكومت د خواري كښو د هڅو اعتراف كوي او باور لري چې د بدلون په سفر كښې دوئي بنياد كردار ترسره كولې شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال خاص پېغام

image

اسلام آباد ۔ 01 مئی (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال د شورؤ په ورځ خپل خاص پېغام كښې وئيلي دي چې نورو لپاره كورونه جوړونكي په خپلو سرونو چھت نه لري۔ ده ووئيل پخوانو حكومتونو خواري كښو ته پام نه دې كړې۔ د ذوالفقارعلی بھټو د ډوډۍ ٬ جامې او كور نعره هم هغه سره ښخه شوه۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د خواري كښو د هڅو اعتراف كوي او باور لري چې د بدلون په سفر كښې دوئي بنياد كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې خواري كښ د خپلې نان او نفقې په هڅو كښې بوخت دې او ننۍ ورځ مونږ ته د شكاګو د مزدورانو قرباني يادوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي حكومت د خواري كښو ترقۍ او د دوئي د ژوند معيار ښه كولو په شمول د دوئي د آمدن زياتولو عزم لري۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں