خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل 6مه غونډه

image

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي﴾خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې پاكستان په منطقه كښې د ټولو ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ په بنياد د امن اړيكو ملاتړ كوي٬د هېواد معاشي استحكام او د خپلې سفارتكارۍ لا ښه كولو لپاره موثره تګلار خپله كړی٬پاكستان به په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د افغان امن عمل كښې خپل مصالحانه كردار روان ساتي۔دا خبره ده د شورو په ورځ خارجه وزارت كښې د خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل شپږمه غونډې مشري كولو سره كړې۔په غونډه ګښې سفيرانو٬پخواني خارجه سېكترانو٬د نړيوالو چارو پوهانو او نورو مشاورتي كونسل غړو ګډون كولو۔په غونډه كښې د وزيراعظم عمران خان د او آئي سي په غونډه كښې ګډون٬د چين دوهم اولس مشر اوسنۍ دوره٬د پاكستان پشمول پھ مهمو سيمه ايز او نړيوالو چارو بحث وشو۔خارجه وزير د مشاورتي كونسل غړو ته د وزيراعظم عمران خان د او آئي سي په غونډه كښې د خطاب مندرجات او چينائي نائب صدر وانګ چي كشان پاكستان دورې او پھ دې مهال د شويو معاهدو تفصيلات څخه خبر كړو۔مشاورتي كونسل غړو او آئي سي غونډه كښې د وزيراعظم عمران خان لخوا د كشمير او فلسطين مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو او د ناموس رسالت ۖ په اړه ښكاره مؤقف خپلولو پیرزوينې وړاندې كړې شوه۔خارجه وزير ووئيل چې د چين نائب صدر وانګ چي كشان پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔ده ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې د ټولو ګاونډي هېوادونو سره د برابرۍ په بنياد د امن اړيكو ملاتړ كوي٬د هېواد معاشي استحكام او د خپلې سفارتكارۍ لا ښه كولو لپاره موثره تګلار خپله كړی٬پاكستان به په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د افغان امن عمل كښې خپل مصالحانه كردار روان ساتي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خارجه وزارت ګڼ شمېر چارو كښې په مرسته د خارجه چارو مشاورتي كونسل غړو خاص مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : گولڈ رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں