د نړيوالې تودوخې او د ماحولياتي بدلون له امله تر كال 2025م به د نړۍ يو نيم اربه آبادي د اوبو كمي سره مخ شي. د نړيوال اقتصادي فورم صدر د ماحولياتو نړيوالې ورځې دستورې لپاره پېغام

image

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د نړيوال اقتصادي فورم صدر بورج برېنډے وئيلي دي چې د نړيوالې تودوخې او د ماحولياتي بدلون له امله تر كال 2025م به د نړۍ يو نيم اربه آبادي د اوبو كمي سره مخ شي، پاكستان ته د 10 اربه ونو كرلو په پروژه مباركي وايو. د خالي په ورځ د ماحولياتو نړيوالې ورځې د دستورې په موقع په خپل وېډيوئي پېغام كښې ده ووئيل چې د پاكستان په كوربتوب كښې د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع پھ دستوره كښې ګډون ما لپاره د درنښت خبره ده. ده ووئيل چې د نړۍ مجموعي پرمختګ د فطرت زيان له امله ځپلې كېږي. ده ووئيل چې تر كال 2050م اوبو د كمي په وجه د نړۍ په پېداوار كښې د 50 فيصده كمي اندېښنه ده. مونږ ته به راتلونكو وختونو لپاره پرېكړې كول وي. ده ووئيل چې راتلونكو لس كلونه د خپلې قدرتي سرمايه تحفظ لپاره مهم دي. د نړيوال اقتصادي فورم لخوا به تر كال 2030م يو ارب ونې كرلې شي. ده ووئيل چې ځوانانو، مېرمنو او ځائي آبادې ته به د فطرت تحفظ لپاره غږ پورته كول وي. ده د پاكستان د 10 اربه ونو كرلو د پروګرام ستائنه وكړه.

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں