اسلام آباد۔7جون (اے پی پی) د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه ګھوټكي كښې د ټرېن په پېښه د غم دړد څرګندونه كړې ۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ پېغام كښې هغه ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړ يوو۔ هغه غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل ژوبل شوو ته هر ډول ممكنه طبي مرسته وركولې شي۔دغسې وفاقی وزیر پیښه كښې حق رسېدليو لپاره د بخښنې او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه