پاكستان او چين د 70 كلونو نه د ملګرتيا اړيكې لري او په دې اړيكو هېڅ څيز اثر نه شي پرېباسلے ۔ د وزيراعظم عمران خان د چين سركاري مېډيا ټي وي سره خاص مركه

image

اسلام آباد 29 جون(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان او چين د 70 كلونو نه د ملګرتيا اړيكې لري او په دې اړيكو هېڅ څيز اثر نه شي پرېباسلے ۔د چين سركاري مېډيا ټي وي(سي جي ټي اېن)سره په يوه خاص مركه كښې وزيراعظم عمران خان د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو تفصيلي ذكر وكړو۔وزيراعظم عمران خان د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې هر څه وشي كه په مونږ هر څوك فشار واچوي د پاكستان او چين اړيكې نه شي بدلېدې۔ده ووئيل په منطقه كښې يوه عجيبه او طاقتوره مقابله شوې او هر چاته معلومه ده۔امريكې يو سيمه ايز اتحاد تشكيل كړو كوم ته چې د كواډ نوم وركړے شو چې پكښې هند او ځينې نور هېوادونه شامل دي۔پاكستان د دې نظر څخه فكر كوي چې دا د امريكې او نورو مغربي طاقتونو ناانصافي ده چې د پاكستان پشان هېوادونه د چا طرف داري وكړي۔وزيراعظم واضحه كړه چې كه په پاكستان فشار واچولې شي چې هغه په خپلو اړيكو كښې بدلون راولي يا چين سره دې خپلې اړيكې ډاؤن ګرېډ كړي نو داسې به ونه شي۔ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه اړيكې ډېرې ژورې دي٬دا اړيكې نه يوازې د حكومتونو بلكې د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه دي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كله هم په سياسي يا نړيواله كچه چې مشكل سره مخ شوے يا خپل كاونډي هېواد سره په شخړو كښې راغلے نو هغه وخت چين تل پاكستان سره اودرېدلے۔ده ووئيل د چين اولس د پاكستاني اولس په زړونو كښې خاص مقام لري۔تاسو داسې دوستان ياد ساتۍ كوم چې هر وخت تاسو سره ولاړ وي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په ښه وخت كښې هر يو تاسو سره اودرېږي خو تاسو ته هغه خلق ياد وي كوم چې په سختو او بدو وختونو كښې هم تاسو سره اودرېږي۔ده ووئيل پاكستانے اولس د چين اولس سره يوه خاص مينه لري٬د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان او چين يو بل سره ولاړ دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه سياسي او په نړيواله كچه اړيكې قوي شوي۔د چين پاكستان اقتصادي لارې ذكر كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئيل سي پیك يوه لويه پروژه ده په كومه چې كار روان دے او د پاكستان اقتصادي سباؤن دې سره تړون لري

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں