د قامی صحت ، سروسز، رېګولېشن او كوآرډينیشن وزارت 9 نوي ،31 روانو پروژو لپاره 13 اربه 10 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې

image

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د راروان مالی كال 24-2023 لپاره د سركاری څانګې پرمختيائي پروګرام كښې د قامی صحت ، سروسز، ریګولیشن او كوآرډينیشن وزارت 9 نوي او 31 روانو پروژو لپاره 13 اربه 10 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د جمعې په ورځ د جاری شوي سركاری څانګې پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) له مخې نوې پروژو لپاره 2 اربه 59 كروړه 66 لكهه روپو څخه زيات فنډز بېل كړې شوي۔ په دې كښې په اسلام آباد كښې طبی مركز جوړژلو لپاره 20 كروړه روپۍ ، لیبارټری جوړولو لپاره 30 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ وفاقی دارالحكومت كښې د نېشنل هېلتھ سپورټ منصوبې لپاره 25 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ ګمبټ سندھ كښې بیالوجیكل او كینسر ریسرچ او ټریټمنټ لپاره 50 كروړه روپۍ، د هېپاټائټس سی خاتمي وزیراعظم قامی پروګرام لپاره 50 كروړه روپۍ او اسلام آباد كښې كېنسر روغتون لپاره آلات اخستلو له 10 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د وزیراعظم قامی پروګرام ذیابیطس مخنيوي لپاره 50 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د وزارت 31 روانو پروژو لپاره 10 اربه 50 كروړه 33 لكهه روپو څخه زيات فنډز بېل كړې شوي، اسلام آباد كښې كینسر روغتون جوړولو لپاره يو ارب روپۍ ، كلي والو سيمو كښې د صحت آسانيو استحكام او اپ ګریډيشن لپاره 35كروړه 69 لكهه ، پمز كښې د نېورو سرجری څانګې اپ ګریډېشن لپاره 30كروړه روپۍ، د هېلتھ سروسز اكېډمی ښه والي لپاره 14كروړه 58 لكهه روپۍ بېلې كړې شوي۔پمز كښې د 200 بسترو د حادثاتو څانګې او ایمرجنسی مركز جوړولو لپاره يو ارب 20 كروړه روپۍ ، جی الیون تھری كښې جناح هاسپټل اسلام آباد جوړولو لپاره 2 اربه 20 كروړه روپۍ دغسې د وزیراعظم قامي هېلتھ انشورنس پروګرام دوېم پړاؤ كښې د صحت آسانيو پروګرام لپاره 2 اربه 29 كروړه څخه زيات فنډز بېل كړې شوي

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں