د 09 مئی پېښو كښې ككړ كسانو لپاره ښكاره پیغام دې چې هغه به نه شي بخښلې،بلاول بھټوزرداری سوات كښې کارمندانو ته خطاب

image

پېښور 17 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداری وئيلي دي چې د 09 مئی پېښو كښې ككړ كسانو لپاره ښكاره پیغام دې چې هغه به نه شي بخښلې، كه هغوي د قانون سره مخ نه كړې شو نو د هېواد به زيان وشي۔پیپلز ګوند په سپكو تورو نه د اولس په خذمت باور لري،په 14 مياشتو كښې مو هغه كار كولو سره ښودلې دې كوم چې يو مشر خارجه وزير نه دې كړې۔په سوات كښې كارمندانو ته وينا كښې د پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری ووئيل د 09 مئي په پېښو كښې ككړ كسان به قانون سره مخ كولې شي، سیاسی ترهه ګرو په ضد بايد سخت ايكشن واخستلې شي۔ده ووئيل سوات ته راتللو سره ډير خوشحاله شوم، په پیپلز ګوند كښې په شمولیت كونكو ته هركلے وايم، شهیدي محترمي وئيلي ؤ چې زه به په سوات كښې د پاكستان بيرغ هسك كوم ، د سوات اولس په مړيانه د ترهه ګرۍ مقابله كړي، شهیدي محترمي به د ترهه ګرو په سترګو كښې سترګي اچولو سره خبره كوله۔خارجه وزير ووئيل كوم ترهه ګر چې افغانستان ته تښتيدلي دي هغه د پی ټی آئی چیئرمېن بيرته راوستلي دي، پیپلز ګوند په سوات كښې په امن چري سودا نه ده كړي، په افغانستان كښې كه امكن وي نو په پاکستان كښې به هم امن او پرمختګ وي ، موڼږ د امن لپاره د كوم هم ترهه ګر په وړاندې سر ټيټولو ته چمتو نه يو، پیپلز ګوند په سپكو تورو نه په اولسي خذمت باور لري،تير حكومت كښې به سپكي توري وئيونكې وزير جوړولې كيدو۔د پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری ووئيل څلور كاله په وفاق كښې يو حکومت مسلط ؤ ، سیاسی ترهه ګرو مخنيوي به هم مونږ له كول وي، سیاسی ترهه ګرو له به سختۍ سره ځواب وركول وي كه چري هغوي له مونږ په سختۍ سره ځواب ورنه كړو ن و دا معامله به زياته شي،د 09 مئي پېښو سخته غندنه كوو، په 09 مئی د شهيدانو يادګارنوه سوزولې شوي٬شهید بھټو په سولۍ كړې شوي بيا هم جيالو امناكه احتجاج کړې۔ده ووئيل د بھټو په شهادت كه محترمي غوښتلي وي نو ضیاالحق، د پينډۍ په کور کمانډر هاؤس بيد كيدلې شو، شهیدي بي بي ېي د هېواد سره مينه لرله ، پیپلز ګوند عمر له يو غږ پورته كړې چې جمهوریت زمونږ انتقام دې ، محترمه شهیده كړې شوه هغه وخت زه د 19 كلونو وم ، د محترمي په شهادت مونږ د انتقام غږ نه ؤ پورته كړې ، كه هغه وخت مونږ د انتقام غږ پورته ګړې وي نو هېواد به سوزيدلې وي۔خارجه وزير ووئيل د محترمي په شهادت مونږ د جمهوریت د انتقام غږ پورته كړې ، کټھ پتلی، سلیکټډ د امپائر په ګوته سياست كښې ؤ، سلیکټډ د عدم اعتماد په وجه بهر وېستلې شوي ، يوه شپه په زندان كښې كولو سره هغه د جنګ اعلان كړې ، 09 مئي پېښي هغه د يو سازش له مخې كړي ، كه هغه د قانون سره مخ نه كړې شو نو د هېواد به لوئ زيان وشي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں