په اولني ځل د ټولو وفاقي اكائيانو په سلا قومي نصاب تيار كړے شوے دے٬ د انډوومنټ فنډ د لارې به ضرورت مندو زده كوؤنكو ته وظيفې وركولې شي٬ رانا تنوير حسېن

image

اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) د زده كړو او پېشه ورې تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې په اولني ځل د ټولو وفاقي اكائيانو په سلا د قومي نصاب تيارولو عمل بشپړ كړے شوے دے٬ د درسي كتابونو د نړيوال معيار له مخې تيارولو له ګامونه پورته كوؤ٬ د انډومنټ فنډ د لارې به ضرورت مندو زده كوؤنكو ته وظيفې وركولې شي۔ د شورؤ په ورځ د پاکستان ایجوکیشن انډوومنټ فنډ او د قومي نصاب پېل كولو دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل دا ننۍ ورځ ډېره مهمه ده ولې چې نن مونږ تعليمي څانګې لپاره كوم اقدامات پېل كوؤ تېرو حكومتونو دې پلو كوم پام نه دے ګرځولے كوم چې د دې قام پرمختګ او سوكالۍ له زيات ضروري وو۔ ده ووئيل د وزيراعظم په لارښودنه كښې وفاقي وزارت په ډېره كمه موده كښې مهم ګامونه پورته كړي دي۔ په دې كښې د اسلام آباد آوټ آف سکول ماشومان په تعليمي چوكاټ كښې د راوستلو اقدامات شامل دي۔ په دې لړ كښې د 25 اربه روپو يو فنډ بېل كړے شوے دے د كوم چې لويه برخه ابتدائي زده كړو لپاره بېله كړې شوې ده

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں