اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې ډنمارك كښې د عراق سفارت خانې مخې ته د قرآن پاك د بے حرمتۍ په اوسنۍ پېښه د ګردې نړۍ مسلمانان دړدېدلي دي۔ د نهي په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزیراعظم ووئيل مونږ پاكستانیان په دې پېښه دړد او تكلیف سره مخ يؤ۔ دا د ډول مكروه او شیطانی پېښو بيا بيا رامخې ته كيدل د مذهبونو ترمينځه اړيكو ته د زيان رسولو ٬ مذهبي كركې او اسلامو فوبيا ته د ودې وركولو ناوړه عزائم لري۔ ده حكومتونو او په خاص توګه مذهبی لارښودو څخه غوښتنه وكړه چې دا ډول ناوړه حركتونه ختم كړي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل راځئ چې دا څو كسان د اروبونو وګړو جذباتو ته زيان رسولو ته پرې نه ږدو او د دوئي د ناوړه ايجنډې مخنيوي وكړؤ۔