اولس مشر ډاكټر عارف علوي د مقبوضه كشمير اولس لپاره د پاكستان د اخلاقي ، سياسي او سفارتي ملاتړ د عزم پخلې وكړو

image
APP78-05 ISLAMABAD: August 05 - President Dr. Arif Alvi addressing the entrance exam of Presidential Initiative for Artificial Intelligence and Computing at Jinnah Sports Complex. APP

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)اولس مشر ډاکټر عارف علوي د مقبوضه كشمير اولس لپاره د پاكستان د اخلاقي ، سياسي او سفارتي ملاتړ د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي پاکستانې قام د كشميريانو خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے او وي به٬ هند دې په دې ځان پوهه كړي چې د خلقو آزادي غصب كېدې نه شي او نه په آزادۍ قدغن لګېدې شي٬ پاكستان امن غواړي خو يو قام په فشار كښې نه راتللې ۔ اولس مشر دا خبرې د ګل په ورځ په جناح سپورټس كمپلېكس كښې آرټيفيشل انټيلي جنس اېنډ کمپيوټنګ لپاره د صدارتي اقدام كانديدانو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر د مقبوضه كشمير په اړه د هند اوسنې پرېكړې پلو اشاره كولو كښې ووئيل هند ته دا معلومېدل پكار دي چې پاكستانې قام د كشمير خپلو وروڼو او خوېندو سره ولاړ دے او وي به ٬ هند ته دا هم بايد معلومه وي چې د خلقو آزادي غصب كېدې نه شي٬ تر څو به ظلم كوې؟ خلق به د خپلواكۍ حق ترلاسه كوي ځكه جې په لكهونو قربانۍ وركړې شوې ۔ ده ووئيل هند له په دې ځان پوهه كول پكار دي چې پاكستان امن غواري٬ يو قام په فشار كښې نه شي راتللې۔ آرټيفيشل انټيلي جنس اېنډ کمپيوټنګ لپاره د صدارتي اقدام په اړه اولس مشر ووئيل د پاکستان ځوانان صلاحيت لرونكي او خواركښ دي٬ مونږ په نړۍ كښې د علم په بنياد مقام ترلاسه كولې شو٬ نوې پاكستان هم ځوانان د محنت د لارې جوړولې شي٬ ده ووئېل آرټيفيشل انټيلي جنس، کلاٶډ کمپيوټنګ، انټرنيټ آف تھنګز او بلاك چين په اعتبار سره نړۍ په تندۍ په مخ په وړاندې روانه ده٬ پاكستان په دې مېدان كښې بايد مخ په وړاندې لاړ شي۔ ده ووئيل د څلورم صنعتي انقلاب د بدلون دور كښې به ځوانان د علم كولو سره روزګار ترلاسه كوي ٬ پاکستان به ستاسو په خوارۍ پرمختګ كوي٬ ده ووئېل حكومت په دې لړ كښې ځوانانو ته د موقعو وركولو ډاډګيرنه كوي۔ ده ځوانانو زور رواړو چې ھغوي محنت وكړي او د پاكستان

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں