د كشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور مظفر آباد كښې د صحت سهولت كارډونو وركولو پرانسته وكړه

image

اسلام آباد/مظفر آباد 26 اګست (اے پي پي) د كشمير چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور د ګل په ورځ په مظفر آباد كښې د صحت سهولت كارډ وركولو پرانسته كړې ۔ د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير علي امين ګنډا پور ووئيل د آزاد کشمير درې لكه كورنيو ته د صحت سهولت كارډز وركولې شي٬ صحت سهولت كارډز سره به د آزاد كشمير نزدې 18 لكه آبادي مستفيد شي٬ په اېل او سي مېشته ټولو كورنيو ته به صحت سهولت كارډونه وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل په صحت انصاف كارډونو ترلاسه كېدو د آزاد كشمير اولس ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل صحت انصاف كارډز د پاكستاني حكومت يو انقلابي اقدام دے چې پكښې د آزاد كشمير اولس هم شاملوٶ۔ ده ووئيل د نړۍ مهم هېوادونه مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو غندنه كوي۔ په دې موقع وفاقي وزير اړوندو چارواكو ته امر وكړٶ چې په دوو اوونيو كښې مستحقينو ته صحت انصاف كارډونه وركړي

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں