اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په چهانګله ګلي كښې غره ته د ختلو په مهال كچرا پورته كولو سره سېلګرو لپاره مثال جوړ كړو۔ د وزيراعظم لخوا په ټول هېواد كښې د صفائې او ونو كرلو كمپائنونو په په اړه په ټويټر د كلين ګرين پاكستان ټويټ له مخې اولس مشر د 5 كلوميټره سفر په مهال په خپله كچرا پورته كړه۔ په پېج اولس مشر ښودل شوې چې كچرا پورته كوي او ځائ ته ئې رسوي۔ اولس مشر د اتوار په ورځ خپلو وطن والو لپاره دا مثال جوړ كړو او كچرا ئې پورته كړه۔