اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وفاقي حكومت راتلونكي مالي كال 19-2018 لپاره د 5661 اربه روپۍ د حجم بجټ په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كړو٬ په دفاعي بجټ كښې د 200 اربه روپۍ اضافه شوې٬حكومت د سركاري ملازمينو په تنخا او پنشن كښې د 10 فيصده اضافې كولو اعلان وكړوِ٬د هاؤس رينټ سېلنګ په حد او هاؤس رينټ الاؤنس كښې 50 فيصد اضافه٬ د پنشن د كم نه كم حد د 6 زرو نه زياتولو سره 10 زره روپۍ كړے شو٬ د 75 كلونو نه د زيات عمر پنشن اخستونكو كم نه كم پنشن 15 زره كولې شي٬د كمزور طبقو سماجي تحفظ لپاره د ګڼ شمېر اقداماتو اعلان٬ راتلونكي مالي كال لپاره د اېف بي آر د محصولاتو د وصولۍ هدف 4435 اربه روپۍ ټاكل شوې٬د برېښنائي ګاډو په درآمد د كسټم ډيوټۍ شرح د 50 فيصد نه كمولو سره 25 فيصد او د 15 فيصده ريګوليټري ډيوټۍ ختمولو تجويز وركړی شوې٬د كارپورېټ ټېكس شرح به تر كال 2023م 25 فيصد ته راوستلې شي٬په سيګريټو د فېډرل ايكسائز د اوسنۍ ډيوټۍ شرح زياتولو تجويز وركړې شوې٬فاټا پھ قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره به د 100 اربه روپو په لګښت سره خاص پروګرام ترسره كولې شي۔ د جمعې پھ ورځ د قومي اسمبلې په غونډه كښې د خزانې٬ مالياتو او اقتصادي چارو وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل د وفاقي حكومت د راتلونكي مالي كال 19- 2018م بجټ وړاندې كولو سره ووئيل چې ما لپاره دا لوے اعزاز دے چې نن زه د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت 6م بجټ وړاندې كوم۔ د پاکستانی قام او پارلمان لپاره دا تاریخی وخت دے۔ سره د ستونزو زمونږ حکومت د 13 كالو لوړه كچه نمو، تر ټولوكم افراطِ زر او معاشی استحکام ترلاسه كړے۔ چې پرې ټول قام او پارلمان د مبارکۍ مستحق دے۔ ده ووئيل چې د نوې مالی كال بجټ وړاندې كول د دې حکومت مقدس فریضه ده۔ په پارلمان لازم ده چې د خپلې مودې پوره كولو څخه وړاندې په بجټ بحث وكړي او منظور ئې كړي ۔ د بجټ منظورۍ نه غير حکومت يوه ورځ هم نشي چليدلې۔ وفاقی بجټ منظورولو له لازم ده چې د وفاقی محصولاتو كلنې اندازې نه غير صوبائی حکومتونه نه خپل بجټ او نه خپل نظم او نسق چلولې شي۔ بجټ منظورولو سره د حکومتی مشینری تسلسل او اقتصادی استحکام باورې كولو ته اړتيا ده۔ راروان ټاكلې حکومت به اختیار لري چې د بجټ ترجیحاتو كښې بدلون وكړي۔ ده ووئيل چې نن وړاندې كيدونكې بجټ د میا نواز شریف د Vision عکاسي كوي۔ دا بجټ به د پاکستانی قام د هيلو هم عکاس وي چا چې په اکثریت سره پھ 2013 كښې میا نواز شریف وزیراعظم ټاكلې ؤ ۔ نن په دې ايوان كښې د هغه کمې محسوسوو۔ ده ووئيل چې 2013 كښې مونږ ته يو ځپلې شوې معیشت په ورثه كښې ترلاسه شوې ؤ۔ نه پرمختګ ؤ او نه سرمایه کاری ، دغسې افراطِ زر او مالی خساره زیاته وه۔ Forex Reserves د تاریخ په لاندېنې كچه وؤ او په نړيواله كچه هم دیوالیه كيدو ته نزدې وؤ۔ د خزانې وزير ووئيل چې مونږ ته ياد دي چې 2008 نه تر 2013 په مهال د ګرانۍ اوسط كچه 12 فیصده او GDP كښې د زيااتوالې كچه صرف 2.8 فیصده وه۔ هېواد د توان بحران سره مخ ؤ۔ ښارونو او كليو كښې به د 12 نه تر 18 ساعته لوډ شیډنګ كيدو۔ د هېواد لوئ وړې كارخانې بندي وي او بې روزګاری او مایوسی خپره شوې وه۔ زمونږ د كروندګرو سره ټیوب ویل چلولو له برېښنا نه وه او ښارونو كښې د پخلې لپاره ګاز نه ؤ۔ هېواد د ترهه ګرۍ ښكار ؤ او وګړو به خپل كورونه هم محفوظ نه ګڼل۔ بدعنوانی او خرابه حکمراني عامه وه ۔ هر اړخ ته اولس مايوسه ؤ۔ د خزانې وزير ووئيل چې پاکستان مسلم لیګ (ن) مئی 2013 كښې حکومت ترلاسه كړو او د معیشت ښه والې له ئې يو پروګرام ترتیب كړو۔ معیشت، توان او Good governance زمونږ د ایجنډې بنیادی عوامل وؤ۔ مونږ د میا نواز شریف په مشرۍ كښې د دغې چیلنجونو مقابله وكړه۔ 5 كلونو كښې مو زياته خواري وكړه۔ سختې د تکلیف وړ پريكړې مو وكړې او چرې مو ذاتی ګټې ته پام لرنه نه ده كړې۔ زمونږ يو مشن ؤ چې د اولس خدمت وكړو۔ اولس څوك چې د جمهوری نظام اصل مالکان دي۔ د خزانې وزير ووئيل چې اوس زه د ايوان پھ وړاندې د خپل حکومت د معاشی کارکردګۍ جاج وړاندې كوم۔ تير كال GDP كښې د زياتوالې كچه 5.4 فیصده وه كومه چې د تيرو 10 كلونو لوړه كچه ده۔د دې په مقابل كښې په تير حکومت كښې 13-2008 كښې دا كچه د كال 2.8 فیصده وه۔ روان مالی كال كښې دا كچه 5.8 فیصده ده كومه چې د تيرو 13 كلونو كښې تر ټولو زياته ده۔ دې شرح نمو سره پاکستان تندۍ سره پرمختګ كونكو هېوادونو كښې شامل شوې۔ تيرو 5 كلونو كښې د معاشی پرمختګ لوړې كچې په سوب د معیشت حجم كښې غیر معمولی اضافه شوې۔ د معیشت حجم FY2013 كښې 22,385 اربه روپو په مقابل كښې FY2018 كښې 34,396 اربه روپۍ زيات شوې۔ دغسې په دې موده كښې سړي سر آمدن 129,005 روپو څخه 180,204 روپو ته رسيدلې۔ الحمد لله نن مونږ پھ نړۍ كښې 24م لوئ معیشت يو۔ د خزانې وزير ووئيل چې زرعی څانګه زمونږ د معیشت بنیاد دے۔ روان كال په مهال زرعی څانګه كښې د پرمختګ كچه 3.8 فیصده وه كومه چې تير 18 كلونو كښې تر ټولو لوړه كچه ده۔ دا ښه والې د حکومت د تيرو 5 كلونو بجټ كښې د ښو او مناسبو پريكړو په سوب راغلې۔ دې نه ځانله كال 16-2015 كښې میا نواز شریف خاص کسان پیکیج اعلان کړې ؤ۔ د دې پیکیج ترمخه د سرو او زرعی داروګانو بيعې كمې شوي او د زرعی قرض لګښت كم شوې او د وريژو او پومبې د كروندګرو مالی مرسته شوې۔ د خزانې وزير ووئيل چې صنعتی پیداوار كښې سږ كال 5.8 فیصده اضافه شوې ۔ پرمختګ كښې د زياتوالې دا كچه د تيرو 10 كلونو تر ټولو زياته ده۔ صنعتی څانګه كښې دا پرمختګ د تاریخ د لاندې كچې سود او ځينو كلونو كښې د لوډ شیډنګ او تيارو ختمولو او برېښنا او ګاز وركولو سره ممکن شوې۔ نن يوه ښه صنعتی څانګه د روزګار ښې موقعې وركوي۔ د خزانې وزير ووئيل چې Services یعنی خذمات كښې Banking, Transportaion او Retail وغیره څانګې شاملې دي۔ سږ كال په دې څانګه كښې د پرمختګ كچه 6.4 فیصده وه۔ تاسو به حیران كېږي نه چې دا هم د دې لسيزې ښه کارکردګی ده۔ افراطِ زر: افراطِ زر د پاکستان په غریبو وګړو تر ټولو زيات ټیکس دے۔ الحمدلله مونږ تيرو 5 كلونو كښې اوسط افراطِ زر 5 فیصده څخه كم ساتلې كوم چې 13-2008 كښې 12 فیصده ؤ۔ روان مالی كال كښې تر مارچ2018 د افراطِ زر كچه 3.8 فیصده وه او د خوراك څښاك لپاره دا كچه صرف 2 فیصده وه۔ زمونږ په دې 5 كلونو كښې چې بيعو كوم استحکام موندې هغه په تاریخ كښې مثال نه لري۔ د خزانې وزير ووئيل چې مالیاتی خساره: كال 2013 كښې مالیاتی خساره GDP 8.2 فیصده وه۔ زمونږ حکومت د معیشت استحکام لپاره په Fiscal Discipline سختۍ سره عمل کړې چې په سوب ئې انشاء الله سږ كال مالیاتی خساره به تر 5.5 فیصده محدود ساتلې شي۔ مونږ حکومتی وسائل د اولس امانت تر مخه او د اولس په ښېګړه خرڅ كړي۔د FBR محاصل: مالی كال 2012-13 كښې FBR 1,946 اربه روپۍ ټیکس جمع كړې ؤ دغسې سږ كال د FBR وصولیو هدف 3,935 اربه روپۍ دے كوم چې د تير 5 كلونو په مقابل كښې يو په دوه زيات شوې۔ Tax to GDP ا تناسب مالی كال 13-2012 كښې 10.1 فیصده ؤ۔ روان مالی كال كښې دا تناسب به 13.2 فیصده ته ورسي۔ تيرو 5 كلونو په مهال د ټیکس وصولیو كښې دا غیر معمولی اضافه لويه کامیابی ده۔په دې کامیابۍ زه د پاکستان د ټیکس وركونكو مننه كوم۔ د خزانې وزير ووئيل چې اسټیټ بنك پالیسی ریټ جون 2013 كښې 9.5 فیصده ؤه كومه چې 2017 كښې 5.75 فیصده ته راوستلې شوې او دا د تيرو څو لسيزو تر ټولو كمه كچه ده۔ ایکسپورټ ری فنانس ریټ جون 2013 كښې 9.5 فیصده ؤ كوم چې جون 2016 كښې 3 فیصده شوې۔ Long Term Financing Facility د سود كچه 11.4 فیصده څخه 5 نه تر 6 فیصده ته راوستلې شوي۔ Agriculture Credit: 5 كاله وړاندې زرعی څانګې له 336 اربه رةپۍ قرض وركړې شوې ؤ كوم چې فروری 2018 كښې 570 اربه روپو ته رسيدلې دغسې جون 2018 تر آخر 800 اربه روپۍ قرض د وركولو هيله لرو۔ د زرعی قرض د سود كچه تر ډيره حده كمه شوې۔ د خزانې وزير ووئيل چې Credit to Private Sector: شخصی څانګې قرض كښې 383 فیصده اضافه شوې كومه چې 2013 كښې 93 اربه روپو څخه به تر 2018 دا 441 اربه روپة ته ورسولې شي۔د كورنۍ او بهرنۍ وجوهاتو په سوب د برآمدات د فشار ښكار وه۔ د حکومت پرله پسې هڅو سره ،180 اربه روپۍ Export package او Exchange Rate Adjustment په سوب سږ كال په وړومبو 9 مياشتو كښې برآمدات 13فیصده زيات شوې ۔ هيله لرو دا ښه والې به روان وستاتلې شي۔ د خزانې وزير ووئيل چې سږ كال جولائی نه تر مارچ په مهال درآمدات كښې د تير كال دې مودې په مقابل كښې 17فیصده اضافه رامخې ته شوې۔ درآمدات كښې دا غیر معمولی اضافه د مشینری درآمد، صنعتی خام مال او پیټرولیم مصنوعات كښې د زياتوالې پھ سوب شوې۔ سباؤن كښې د دې درآمدات په سوب د هېواد پیداواری صلاحیت كښې د ښه والې هيله لرو او دې سره به برآمدات زيات شي۔ سږ كال CPEC د ځينو پروژو بشپړيدو په سبب د جون 2018 نه پس درآمدات كښې د ښكاره کمی هيله ده۔ دې نه علاوه د روپۍ قدر كښې د ردوبدل په سوب هم د درآمدات په رفتار كښې د كمې هيله لرو۔ روان مالی كال په وړومبو 9 مياشتو كښې Productive درآمدات كښې د زياتوالې په سوب د روانو کھاتو خساره تر 12 اربه ډالرو زياته شوې۔ حکومت د دې خسارې پوره كولو لپاره ټول ضروری اقدامات کړې او زه باور لرم چې تر 30 جون 2018 به Foreign exchange reserves موجوده كچې څخه زيات شي۔ بهرنۍ سرمایه کاری 2013 كښې د 1.3اربه ډالرو څخه 2017 كښې 2.7اربه ډالرو ته رسيدلې ۔ سږ كال د وړومبو 9مياشتو په مهال بهرنۍ سرمایه کاری د تير كال دې مودې په مهال 1.9 اربه ډالره پھ مقابل كښې 2.1 اربه ډالره وه۔ زياتې شوي بهرنۍ سرمایه کارۍ د سرمایه کارو باور زيات كړې۔ د خزانې وزير ووئيل چې Remittances 2013 كښې بهر هېواد كښې د مېشته پاکستانیانو د اړخه رالېږلې شوي ترسیلات 13.9 اربه ډالره وؤ كوم چې د مالی كال 2016-17 كښې 19.3 اربه ډالرو ته رسيدلې۔ مونږ هيله لرو چې د كال تر آخر به ترسیلات 20 اربه ډالره ته ورسي كوم به چې د پاکستان په تاریخ كښې ریکارډ وي۔ Foreign Exchange Reserves: كله چې مونږ حکومت سنبھال كړو نو Reserves 6.3 اربه ډالره حد ته راپريوتې ؤ۔ تر اکتوبر 2016 دا Reserves 19.4 اربه ډالرو ته رسيدلې وؤ۔ خو د تجارتی خسارې په Reserves منفی اثر پريوتې۔ دا مهال SBP Reserves 11 اربه ډالره نزدې دې۔ حکومت Reserves په مناسب سطح په ځائې ساتلو له ضروری اقدامات کوي۔ د خزانې وزير ووئيل چې پاکستان سټاک ایکسچینج مئی 2013 كښې د 19000 په كچه ؤ دغسې اوسني حکومت د ښو معاشی اصلاحاتو په سوب انډکس مئی 2017 كښې د تاریخ لوړې كچې 53,124 ته رسيدلې۔ Market Capitalization تقریباً 100اربه ډالره ته رسيدلې۔ خو بيا د سیاسی اړې ګھړی په سوب تر دسمبر 2017 انډکس 37,919 ته راپريوتې ۔ دې نه پس انډکس ښه كيدو سره اوس تقریباً 46,000 پوائنټس ته رسيدلې۔ د نوو کمپنیو رجسټریشن سږ كال تر مارچ 2018 ٬ 8,349 نوې کمپنی رجسټر کړې شوي دغسې تير كال دا شميره 5,883 وه۔ تيرو 5 كلونو كښې 33,285 نوې کمپنی رجسټر کړې شوي۔ د دې په مقابل كښې 13-2008 كښې يواځې 17,079 کمپنی رجسټرشوي۔ د نوو کمپنیو په رجسټریشن كښې دومره زياتوالې د ښه کاروباری پرمختګ نښه ده۔ د خزانې وزير ووئيل چې سرمایه کارۍ كښې زياتوالې: د ښه طرزِ حکومت، کاروبار ښو پالیسیو او امنيتي حالاتو كښې د ښه والې پھ وجه سرمایه کار پاکستان پلو راغب شوي۔ CPEC ترمخه مهمو څانګو كښې پراخه سرمایه کاری كېږي۔ د دې سرمایه کارۍ په سوب د توان او انفراسټرکچر څانګو كښې د ښه والې په وجه د معیشت پرمختګ ممکن شوے۔ 5 كاله وړاندې به هېواد كښې 16 نه تر 18 ساعته برېښنا نه وه۔ مونږ ټاكنو كښې تر ټولو لوے لوظ دا كړې ؤ چې د برېښنا بحران به ختمولې شي۔نن مونږ هغه لوظ ترسره كړې۔ د پاکستان د تاریخ په وړومبو 66 (چھیاسټھ) كلونو كښې 20,000 میګا واټ پیداواری صلاحیت ترلاسه كړې شوي دغسې د تيرو 5 كلونو په مهال 12,230میګا واټ اضافه شوې د خزانې وزير ووئيل چې د معاشی پرمختګ رفتار لا تندولو له وزیراعظم شاهد خاقان عباسی 5 نکاتی معاشی Reforms پیکیج اعلان کړې چې د لارې ئې د پاکستان تاریخ كښې ټیکس كښې تر ټولو زيات كمې شوې۔ د دې پیکیج ځينې اصلاحات دا دي د انفرادی ټیکس كچه کمه كړې شوي۔د كال 12 لکھ روپو آمدن یا يو لاكه د مياشتې آمدن لرونكو له د د ټیکس څخه د استثنیٰ اعلان شوې۔ يو لاکھ نه تر دوو لاکھ د مياشتې آمدن لرونكة كسانو باندې به يواځې 5 فیصده ټیکس لاګو وي۔ دوه لاکھ نه تر څلورو لاکو د مياشتې آمدن لرونكو د ټیکس كچه به 10 فیصده وي۔ پاکستان كښې د ټیکس تر ټولو زيات بوجھ په متوسّط او تنخا دار طبقه ؤ چې پكښې استاذان ، ډاکټران، وکيلان، نرسان او اکاؤنټنټس وغیره شامل وو۔ ټیکس ریټ كښې د کمې تر ټولوز ياته ګټه به دې طبقې ته ورسي۔ هغه كسان كوم چې د ټیکس وړ آمدن لري او او هغه د خپلې برخې ټیکس نه وركوي، حکومت به هغوي Tax net كښې راوستلو له Data mining د لارې نوې اقدامات کوي۔ حکومت به اوس د ټيكس ادا کولو صلاحیت لرونكو د مالی ریکارډ نګرانی کوي۔ د خزانې وزير ووئيل چې اوس چې ټیکس ریټ دومره کم کړې شوې او Data mining د لارې اثاثه جات لټون پيل كړې شوې، مونږ وګرو له د غیر اعلانیې اثاثې ډکلیئرکولو آخری موقع وركوو ۔ تر 30جون 2017 څخه وړاندې دې غیر اعلانیه آمدن او اثاثې (سره ، بانډ، جائیداد وغیره) 5 فیصده ادائیګی نه پس Regularize كړی شي۔ آزاد معیشت او بهرنۍ سرمایه کاری ته ودې وركولو له 1992 كښې Protection of Economic Reforms Act جوړ كړې شوې۔ د دې اسانۍ ترمخه د زرِ مبادلې نقل او په حرکت به كوم تپوس نه ؤ۔ دغسې پټې روپۍ ښكاره كولو د دغې اسانيو څخه ځينو عناصرو ناجائز ګټه پورته كړې۔ مونږ پھ قانون كښې دغه ګنجائش بدل كړې او اوس به يواځې Filers ٬ Foreign Currency اکاؤنټس كښې روپۍ جمع کولې شي۔ د خزانې وزير ووئيل چې مونږ وګړو له دا اسانۍ وركوو چې خپل غیر څرګند شوې غیر ملکی اثاثه جات په 3 فیصده ادائیګی ډکلیئر کړي او خپل Liquid assets په 5 فیصده ډکلیئر کړي۔ د خزانې وزير ووئيل چې سږ كال د بجټ سټرټیجی ځينې مهم اهداف دا دي خ د GDP كچه كښې 6.2 فیصده اضافه ٬ 6 فیصده څخه کم افراطِ زر (Inflation) ٬ Tax to GDP كچه 13.8 فیصده ٬ بجټ خساره كچه 4.9 فیصده٬ Net Public Debt to GDP له 63.2 فیصده ساتل٬ زرِمبادله پانګې 15ارب ډالره او Social