پاكستان معاشي قوت جوړېدو له ټول وسائل لري خو دې لپاره سياسي استحكام او ښه اقتصادي اصلاحات ضروري دي۔ افتخار علی ملک

image

لاهور۔ 25مئی (اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس پخواني دوهم صدر افتخار علي ملك وئيلي دي هېواد كښې يو بل حكومت خپله 5 كلنه موده ترسره كونكے دے خو د سياسي ستونزې او بزنس فرېنډلي پالېسيو نشتوالي په سوب د هېواد اقتصادي صورتحال ښه شوې نه دے۔ پاكستان معاشي قوت جوړېدو له ټول وسائل لري ولې دې لپاره سياسي استحكام او ښه اقتصادي اصلاحات ضروري دي۔ د جمعې په ورځ د ښار تاجرانو يو پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل كه سياسي عدم استحكام ختمولو له په سمدستي توګه ګامونه پورته نه كړې شول نو په راروانو كلونو كښې به د دې ډېر بد اغېز په كاروبار پرېوځي۔ ده ووئيل د پاكستان لوئې معدني وسائل به راروانو 5 كلونو كښې اقتصادي مرسته كښې مهم كردار ترسره كولې شي او په خاص توګه د 91 اربه ډالرو بهرني قرض څخه خلاصي له به مرسته كولې شي۔ ده ووئېل د يوې اندازې ترمخه پاكستان كښې د سكرو پنګې د جی ډی پی څخه 187 چنده زياتې دي۔ او د پاكستان سكاره يوازې 2 فيصده كارولو سره تر 50 كلونو 20 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كېدې شي۔ ده ووئيل كالا باغ ډېم 3600 مېګاواټ یا 31.5 ارب واټ ارزانه برېښنا پېدا كولې شي

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں