د لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك پھ مشرۍ كښې د عبوري وفاقي كابينې غونډه

image
APP32-06 ISLAMABAD: June 06 - Prime Minister Justice (Retd) Nasir-ul-Mulk chairs a meeting of the caretaker Federal Cabinet at Prime Minister Office. APP

اسلام آباد 06 جون (اے پی پی)لنډ مهاله وفاقي كابينې پھ 6 فيصده شرح نمو د اطمينان څرګندونې سره په ادائيګو كښې توازن٬مالي او د قرض پائيداريت او د سركاري ادارو ښه انتظام لپاره د لنډ ماله كابينې د مېنډېټ ترمخه په سمدستي توګه د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړې۔د لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك په مشرۍ كښې د عبوري وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔د كورنيو چارو سېكتر وفاقي كابينې ته د داخله وزارت او د اړوندو محكمو كاركردګۍ په حقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ده په هېواد كښې داخلي سلامتيا باوري كولو له پورته كړو قانوني او انتظاميې پالېسۍ اقداماتو په اړه كابينه خبر كړه۔داخله سېكتر وفاقي كابينه د سپيځلو او امن ناكه ټاكنو باوري كولو له د الېكشن كمېشن د مرستې په لړ كښې د وزارت د اقداماتو په اړه هم ووئيل

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں