لنډ مهاله حكومت به په ښه ډول خپله آئيني ذمه واري ترسره كوي

image
APP32-11 ISLAMABAD: June 11 – Federal Minister for Information, Broadcasting, National History and Literary Heritage Syed Ali Zafar addressing during inauguration ceremony of an exhibition of Traditional Calligraphy at Lok Virsa. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 11 جون ( اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو٬قانون٬انصاف او پارلماني چارو وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي لنډ مهاله حكومت به په ښه ډول خپله آئيني ذمه واري ترسره كوي٬مونږ به په هېڅ ډول د “بليم ګيم” برخه نه ګرځوو ٬د برېښنا پېداوار٬طلب او د رسد صورتحال پشمول پھ ټولو مسئلو به حقائق قام ته وړاندې كولې شي٬امن ناكه ټاكنو له د الېكشن كمېشن په خواست حساس او زياتو حساس پولنګ سټېشنو لپاره به د قانون نافذ كوونكو ادارو خذمات ترلاسه كولې شي٬نګران حكومت به سپيځلو او بې پرې ټول ټاكنو له د الېكشن كمېشن سره هر ډول مرسته كوي٬فاټا خېبر پښتونخوا كښې د ضم كولو پحقله د مسئلو هواري لپاره وزيراعظم كمېټي جوړه كړې ده كومه چې به ډېر زر خپل كار پېل كړي۔ كه څوك هم ګيله لري نو د لنډ مهاله حكومت سره دې خبره وكړي٬په كومه هم معامله احتجاج كول آئيني حق دے٬لنډ مهاله حكومت به په احتجاج كښې كوم خنډان نه راولاړوي٬د آئين ترمخه دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ نه يوازې خپل كلتور او د قامي ورثې حفاظت باوري كړو٬ بلكې د هغې ترويج لپاره هم اقدامات وكړو٬خطاطي يو روښاني فن دے او دا د انساني شخصيت او روحاني اقدارو قوي كولو يوه ذريعه ده۔ده لوك ورثه كښې د عظيم اقبال خطاطي فن پارو نندارتون پرانستې دستورې ته خطاب او مېډيا سره خبرې كولې۔د عظيم اقبال د فن پارو نندارتون به تر 14 جون دوام لري۔په پرانسته دستوره كښې د لوك ورثه ايګزېكټو ډائرېكټرې شاهيره شاهد٬د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك٬د اطلاعات او خپرونو وزارت افسرانو او د بېلو هېوادونو سفيرانو او نورو ګڼ كسانو ګډون كولو۔د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرې ووئيل د آئيني بدلون نه پس فاټا خېبرپښتونخوا كښې ضم شوې٬آئيني بدلون د حكومت مودې ختمېدو په آخرۍ ورځو كښې شوې ځكه د عملدرآمد زياتې مسئلې پاتې دي۔ ده ووئېل نن وزيراعظم ناصرالملك په مشرۍ كښې د فاټا په اړه يوه مهمه غونډه شوې۔وزيراعظم د فاټا لپاره پوليسنګ٬اېډمنسټرېشن او د نورو چارو په اړه زه د فاټا عملدآرمد كمېټۍ مشر ګرځولې يم۔د فاټا عملدرآمد كمېټي يوه اعلٰی اختياراتي كمېټي ده كومه به چې د صوبائي حكومت سره په ګډه پېښې مسئلې پھ يوه اونۍ كښې حل كوي۔ ده ووئېل پھ دې لړ كښې د شك لرې كولو سره سره د فاټا ضم كولو په حقله يو ښه حل به راتلونكې حكومت ته پرېښودلې شي۔د آئين له مخې نګران حكومت د ورځې په بنياد هر ډول چارې ترسره كولې شي٬د آئين آرټيكل 19 اے ترمخه د ټولو چارو حقائق به قام ته وړاندې كولې شي۔ده وئيل لنډ مهاله حكومت به د خپلې دوه مياشتې آئيني مودې په مهال د توقعوعاتو څخه زيات كار كوي٬لنډ مهاله حكومت شپه او ورځ په مهمو چارو كار كوي او اولس ته آسانۍ وركوي او هم دغه زمونږ ذمه واري ده٬ ده ووئېل وزيراعظم نن هم په ډاګه كړی چې پھ دوه مياشتو كښې به اولس ته هر ډول آسانۍ وركولې شي۔ د اطلاعات وزير ووئېل زمونږ اولس هم شعور لري او په ټولو څانګوكښې پوهان هم شته۔ده ووئيل د لنډ مهاله حكومت يو مېنډېټ دا هم دې چې غېر جانبدار پاتې كېدو سره خپل كار روان وساتي كه كوم سياسي ګوند په څه معامله احتجاج كول غواړي نو نګران حكومت به د هغوي په لاره كښې خنډان نه راولاړوي۔ده ووئيل پھ هېواد كښې د اوبو په صورتحال د اوبو پوهانو څخه د لارښودنې لپاره مشاورتي عمل پېل شوې۔د دې څخه وړاندې دستورې ته په خپل خطاب كښې وفاقې وزير ووئيل په لوك ورثه كښې د كلتور او تهذيب په اړه پھ زړه پورې مواد شته كوم چې هغوي په ښه ډول محفوظ كړي۔ده ووئيل دا يوه ښه خبره ده چې لوك ورثې د ځوانانو صلاحيت ښه كولو له يو ښه پليټ فارم رامخې ته كړې۔خپل كلتور نوي نسل ته ورسول زمونږ فرض دي۔د ه ووئيل د كيليګرافي كار محفوظولو سره د هغې ترويج ته هم اړتيا ده۔د اطلاعات وزير ووئيل خطاطي يو روښاني فن دے او دا د انساني شخصيت او روحاني اقدارو قوي كولو ذريعه ده

مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں